د تورکیې او ایټالیا ترمنځ د کډوالو د قاچاق د مخنیوي په اړه یو تفاهم لیک لاسلیک شو.
تورکیې او ایټالیا ترمنځه د ناقانونه کډوالۍ او قاچاق پر خلاف د مبارزې تفاهم لیک لاسلیک شو
د تورکیې او ایټالیا ترمنځ د کډوالو د قاچاق د مخنیوي په اړه یو تفاهم لیک لاسلیک شو.
د تورکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو په پلازمېنه انقره کې د ایټالیا د کورنیو چارو له وزیر ماتیو پیانتیدوسي سره وکتل.
د تورکیې او د ایټالیا د کورنیو چارو وزیرانو د دوه په دوه لیدنې نه وروسته د دواړو هیوادونو د پلاوو ترمنځه د ناقانونه کډوالۍ او کډوالو د قاچاق پر خلاف مبارزې په برخه کې د همکاریو تفاهم لیک لاسلیک شو.
ددې تفاهم لیک له مخې کیدای شي چې د تورکیې څخه امنیتي متخصصین په ایټالیا کې په موقتي توګه په دنده وګمارل شي.
د تورکیې او ایټالیا پولیس به د سازمان شوي جرایمو، تروریزم، د مخدره توکو په وړاندې مبارزه او په ځانګړې توګه د مهاجرینو د قاچاق په برخه کې تل د تماس په حال کې وي.
د تورکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو یادونه وکړه چې هغه او د هغه ایټالوي سیال به د هغو مسلو په اړه بریالي کارونه ترسره کړي چې دوی پرې موافقه کړې، او هغه باور لري چې دا به د نړیوال ثبات سره مرسته وکړي.
د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر بیا څرګنده کړه چې د ناقانونه کډوالۍ پروړاندې د قوي عزم او ارادې سره ټینګه مبارزه کې باید د بشري حقونو څخه سرغړونه ونشي. دا خبره يي په خپلو سترګو په تورکیه کې ولیده.