د تورکیې او روسیې ولسمشرانو ټیلیفوني خبرې وکړې

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

1933458
د تورکیې او روسیې ولسمشرانو ټیلیفوني خبرې وکړې

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د روسي رسنیو د معلوماتو له مخې، اردوغان او پوتین پدې ټیلیفوني خبرو کې د اوکراین پر وضعیت او په ځانګړې توګه د بندیانو د تبادلې په اړه  خبرې او تبادله د نظر وکړ.

سربیره پر دې دواړو لوریو خپله همکاري تایید کړه او د روسیې د ګازو د رسولو او په تورکیه کې یې د طبیعي ګازو د سیمه ییز مرکز د جوړولو په اړه خبرې وکړې.

پوتین او اردوغان د تورکیې او سوریې د اړیکو د عادي کولو په اړه هم خبرې وکړې.



اړوند خبرونه