تورکیې په انقره کې د سویډن سفیر سټیفن هیرسټروم د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.

تورکیې د سویډن په  پلازمینه ستاکهولم ښار کې د بیلتون غوښتونکي ترهګریز سازمان PKK/PYD/YPG د ملاتړو لخوا ترسره شوي تروریستي پروپاګند په اړه غبرګون څرګند کړ.

1932049
تورکیې په انقره کې د سویډن سفیر سټیفن هیرسټروم د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.

تورکیې په انقره کې د سویډن سفیر سټیفن هیرسټروم د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.

تورکیې د سویډن په  پلازمینه ستاکهولم ښار کې د بیلتون غوښتونکي ترهګریز سازمان PKK/PYD/YPG د ملاتړو لخوا ترسره شوي تروریستي پروپاګند په اړه غبرګون څرګند کړ. تورکیې دا ناوړه اقدام په کلکو ټکو وغنده.

تورکیې د همدې امله په انقره کې د سویډن سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ او هغه ته يي اعتراض او سخت غبرګون وړاندې کړ.

له سفیر هیرستروم څخه وغوښتل شول چې هیواد يي باید  دا ډول تروریستي اعمالو ته چې د جون په میاشت کې په اسپانیا کې جوړه شوې د ناټو په سرمشریزه کې د لاسلیک شوي  درې اړخیز تړون د تهداتو او ژمنو نه سرغړونه ده او تورکیې ته مخامخ ګواښ دی اجازه ورنکړي.

د سويډن سفیر تورکيې  ته ډاډ ورکړ چې د دغه عمل عاملين به وپېژندل شي، لازم اقدام به وشي او سويډن به خپلې ژمنې پوره کړي.



اړوند خبرونه