په تورکیه کې د لوړو زده کړو د تحصیلي بورسونو لپاره نوم لیکنه پيل شوه.
د تورکیې د بهر میشتو ترکانو او تورک تبارو ټولنو ریاست (YTB) چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې نړیوالو زده کونکو ته په تورکیه کې د لوړو زده کړو فرصت وړاندې کوي د ۲۰۲۳ کال لپاره د "تورکیې بورسونو" لپاره د وړاندیزونو په منلو پيل وکړ.

د تورکیې د بهر میشتو ترکانو او تورک تبارو ټولنو ریاست لخوا د خپور شوي بیان له مخې، د تورکیې د رسمي نړیوالو محصلینو بورسونو پروګرام چې په ۱۹۹۲ میلادي کال کې د تورکیې د بورسونو په نامه پیل شوی دی او د ۲۰۱۲ کال راهیسې د د تورکیې د بهر میشتو ترکانو او تورک تبارو ټولنو ریاست د همغږۍ لاندې پرمخ روان دی د ۲۰۲۳ کال لپاره غوښتنلیکونو په منلو پيل وکړ. د تورکیې بورسونو لپاره د نوم لیکنې بهیر رسمآ پیل شو.
د نوم لیکنې بهیر د نړۍ د ټولو هیوادونو پرمخ خلاص دی او هر هغه څوک چې غواړي په تورکیه کې د لیسانس، ماسترۍ او ډوکټورا په کچه لوړې زده کړې وکړي کولی شي چې خپل غوښتنلیک راولیږي او ځان ثبت کړي.
د ویلو ده چې د تورکیې د تحصیلي بورسونو لپاره غوښتنلیکونه به د فبروري تر ۲۰ نیټې پورې د دې انټرنټ "https://tbbs.turkiyeburslari.gov.tr/" پاڼې له لارې ترلاسه شي.
د تورکیې د تحصیلي بورسونو پروګرام چې د نړۍ ترټولو پراخه بورسونو پروګرام په توګه پیژندل کیږي هغه نړۍوالو محصلینو ته واجد د شرایطو وي او مستحق وګنل شي په پوهنتونونو کې د خپلو خوښو په رشتو کې د ځای په ځای کولو، میاشتنی بورس، د پوهنتون مصارف، روغتیايي بیمه، لیلیه، په اکاډیمیکو او مسلکي پروګرامو کې په وړیا توګه د ګډون او د یو ځل لپاره د الوتکې د تګ راتګ ټکټ ورکولو په څیر فرصتونه وړاندې کوي.