اردوغان وویل چې په ۲۰۲۳ کال کې به ملت ته د دفاعي صنایعو په برخه کې نوي ښه زیری ورکړي.
ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په ۲۰۲۳ کال کې به ملت ته د دفاعي صنایعو په برخه کې نوي ښه زیری ورکړي.
ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په ۲۰۲۳ کال کې به ملت ته د دفاعي صنایعو په برخه کې نوي ښه زیری ورکړي.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې په ساکاریا ولایت کې د نوي نسل طوفان اوبوس توپونو د سپارلو په مراسمو کې وکړې.
اردوغان وویل چې نن د تورکیې وسله والو ځواکونو ته شپږ نوي نسل اوبوس توپونه ورکړل شول چې په نږدې راتلونکي کې به دغه شمیر ۱۴۰ ته لوړ کړي.
اردوغان ټینګار وکړ چې د نوي نسل اوبوس توپونو د هغو موډلونو په پرتله چې اوس مهال په زمونږ د وسله وال ځواکونو سره دي ډیرې ګټې لري.
اردوغان وویل چې دې نویو سیسټمونو او نوي نسل اوبوس توپونو سره به د هیواد د وسله والو ځواکونو طاقت لا پسې پیاوړی شي او د دفاعي صنعت په برخه کې به د بهرنیو انحصار کم کړي. اردوغان وویل چې دوی په نورو ستراتیژیکو پروژو په ځانګړې توګه د التای ټانک په برخه کې لاسته راوړنې ته دوام ورکوي.
اردوغان ټینګار وکړ چې د تورکیې وسله والو بې پیلوټه الوتکوپه د خپلو ترلاسه کړو بریالیتوبونو سره د جګړې شکلونو ته تغیر ورکړی دی.
ولسمشر اردوغان وویل چې انشاالله سږ کالې به په نړۍ کې لومړنۍ د تورکيې د په وسلو سمبال کښتیو انتقالوونکې د اناتولیا، جنګي کښتۍ فعالیت ته وسپارو.
"بیرقدار ټي بي ۳ به هم خپله لومړنۍ الوتنه ترسره کړي، د ګوکبي عمومي هدف هلیکوپتر به د جندارام لخوا کارول پیل شي. همداشان زمونږ تعرضي اټاک هلیکوپتر به خپله لومړۍ الوتنه وکړي. موږ به ۲۰۲۳ کال ته دوام ورکړو چې موږ د نوي نسل د اوبوس ټوپونو تحویلي مراسمو سره پیل کړ او د نوي ښه خبر سره چې موږ به خپل ملت ته د دفاع په ډګر کې ورکړو. هغه وویل.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.