ولسمشر اردوغان : د تورکیې - روسیې او سوریې د مشرانو ترمنځه به لیدنه وشي

ولسمشر اردوغان : موجود وضعیت ته په کتو سره داسې ښکاري چې د تورکیې، روسیې او سوریې مشران غونډه وکړي

1928694
ولسمشر اردوغان : د تورکیې - روسیې او سوریې د مشرانو ترمنځه به لیدنه وشي

د تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان د سوریې رژیم سره د تماس په اړه وویل

" پرمختګونو ته په کتو سره  به د مشرانو په توګه خبرې وکړو."

ولسمشر اردوغان  په پلازمینه انقره کې  د  خپل ګوند عدالت او پراختیا د ولایتي رئیسانو په غونډه کې وینا وکړه.

ولسمشر اردوغان وویل چې نن سهار يي د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې،پدې ټیلیفوني خبرو کې د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه په په مفصل ډول خبرې وکړې.

اردوغان دې ته په اشارې سره چې دوی په سیمه کې د هغه څه په اړه خبرې کړي چې دوی کولی شي، د تورکیې او روسیې اړیکې هم ارزولي دي.

ولسمشر اردوغان وویل چې تیره اوونۍ د روسیې په پلازمینه مسکو کې د استخباراتو او دفاع وزیرانو په غونډه کې د روسیې او تورکیې ترمنځه د سوریې په اړه د مذاکراتو بهیر پیل شو.

"دا ځل به زمونږ  د بهرنیو چارو وزیران درې اړخیزه غونډه وکړي او پرمختګونو ته په کتو سره به د مشرانو ترمنځه هم لیدنه وشي. زمونږ غوښتنه  په سیمه کې د سولې او ثبات تامینول او په سیمه کې د امنیت  ټینګښت دی. "



اړوند خبرونه