د تورکیې د انرژۍ وزیر: زمونږ هدف په ورځ کې ۱۰۰ زره بیلره تیل تولیدول دي
د تورکیې د انرژۍ او طبیعي زیرمو وزیر فاتح دونمز ویلي دي چې د تورکیې د تیلو د تولید هدف په ورځ کې سل زره بېرلو ته رسیږي.
1926229
د تورکیې د انرژۍ او طبیعي زیرمو وزیر فاتح دونمز ویلي دي چې د تورکیې د تیلو د تولید هدف په ورځ کې سل زره بېرلو ته رسیږي.
هغه د خپل ټویټر پاڼې له لارې په کړو څرګندونو کې د تورکیې د تیلو ورځنی تولید او د تورکیې د پټرولیم دولتي شرکت فعالیتونو په اړه ارزونې کړي دي.
دونمز ویلي دي چې دوی ګام په ګام په ورځ کې د ۱۰۰ زره بیرل تیلو تولید هدف ته نږدې کیږي.
د تورکیې د نفتو دولتي شرکت بیا په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې ، "د تورکیې د تېلو تر ټولو زیات تولیدونکې څاه اوس په شرناک ولایت کې ده. د شهید اسما چیویک -۷ څاه تولید په ورځنۍ توګه ۷۷۱۴ بیرلو ته رسېدلې ده چې د ۱۶۱۳ بیرلو اضافي تولید سره د کال په وروستۍ ورځ د تولید تر ټولو لوړ شمېر ته رسېدلی دی. په تیرو ۳۰ کلونو کې د ورځني تولید کچه ۶۶۶۳۹ بیرلو ته لوړه شوې ده .