په تورکیه په ۲۰۲۳ کال کې د زیږیدولو ماشومانو ارقام خپاره شول.
د تورکیې د احصایې ادارې په ۲۰۲۳ کال کې د ژوندیو زیږیدولو ماشومانو شمیره اعلان کړه. د احصایې ادارې لخوا د اعلان شوې شمیرې له مخې په ۲۰۲۳ کال کې په تورکیه کې ۹۵۸ زره ۴۰۸ ماشومان زیږیدلي دي.
2139827
![په تورکیه په ۲۰۲۳ کال کې د زیږیدولو ماشومانو ارقام خپاره شول.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/4cde/af55/9881/5c62b0639f139.jpg?time=1722047069)
په تورکیه په ۲۰۲۳ کال کې د زیږیدولو ماشومانو ارقام خپاره شول.
د تورکیې د احصایې ادارې په ۲۰۲۳ کال کې د ژوندیو زیږیدولو ماشومانو شمیره اعلان کړه. د احصایې ادارې لخوا د اعلان شوې شمیرې له مخې په ۲۰۲۳ کال کې په تورکیه کې ۹۵۸ زره ۴۰۸ ماشومان زیږیدلي دي.
ویل کیږي په ۲۰۲۳ کال کې د ژوندیو زیږیدولو ماشومانو ۵۱ عشاریه ۳ سلنه هلکان او ۴۸ عشاریه ۷ سلنه يي نجوني دي.
د ویلو ده چې د ۲۰۲۳ کال تر وروستۍ ورځ د تورکیې نفوس د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۹۲ زره ۸۲۴ تنو په ډیریدو سره ۸۵ میلیونه۳۷۲ زره ۳۷۷ تنو ته رسیدلی دی.
په تورکیه کې د نارینو نفوس ۴۲ میلیونه ۷۳۴ زره او ۷۱ تنه او د ښځو نفوس بیا ۴۲ میلیونه ۶۳۸ زره او ۳۰۶ تنه دی. د تورکیې د نفوس ۵۰ عشاریه ۱ سلنه نارینه او ۴۹ عشاریه ۹ سلنه ښځې دي.