په ۲۰۲۲ کال کې د تورکیې د تحصیلي بورسونو لپاره تر ۱۷۰ زرو ډیر غوښتنلیکونه ترلاسه شوي

په ۲۰۲۲ کال کې د تورکيې د تحصلي بورسونو لپاره له ۱۷۱ هېوادونو څخه شاوخوا ۱۷۰ زره غوښتنلیکونه ترلاسه شوي دي.

1925753
په ۲۰۲۲ کال کې  د تورکیې د تحصیلي بورسونو لپاره تر ۱۷۰ زرو ډیر غوښتنلیکونه ترلاسه شوي

په ۲۰۲۲ کال کې د تورکيې د تحصلي بورسونو لپاره له ۱۷۱ هېوادونو څخه شاوخوا ۱۷۰ زره غوښتنلیکونه ترلاسه شوي دي.

د بهر میشتو تورکانو او تورک تبارو د چارو  رئیس عبدالله ایرن وویل چې  "زمونږ د تورکيې تحصیلي بورسونو  چې زمونږ هیواد د زده کړې  او تعلیم په نړۍوال مرکز بدل کړی دی ، په ۲۰۲۲ کال کې مو ریکارډ شمیر غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي.

د ۱۷۱ هیوادونو څخه ۱۷۰ زره کسانو  په تورکیه کې د زده کړې چانس د ترلاسه کولو لپاره سیالي وکړه" هغه وویل چې د بهر میشتو تورکانو او تورک تبارو د چارو  ریاست به په ۲۰۲۳ کال کې هم چیرته چې زمونږ یو تن وګړی شتون ولري او چیرته چې زمونږ خپلوان شتون ولري هلته به خپل موجودیت او فعالیت ته دوام ورکړي او د هغوې ترڅنګ به دریدو ته دوام ورکړي.

عبدالله ایرن دا څرګندونې د انادولو خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کړې وکړې.هغه د بهر میشتو تورکانو او تورک تبارو ټولنو د چارو  د ریاست د ترسره شوو فعالیتونو او تورکیې د تحصیلي بورسونو په اړه معلومات ورکړل.

ایرن دې ته په اشارې سره چې ۲۰۲۲ کال په ټوله نړۍ کې د شاوخوا ۷ میلیونو تورکي وګړو یا ډیاسپورا لپاره  د خدمت کال وو، او زیاته کړه «په ۲۰۲۲ کال کې مونږ په بهر کې د مېشتو کورنیو ستونزې او د هغوی د حل وړاندیزونه هم په خپله اجنډا کې شامل کړل. مونږ د هغوې سره د کورنیو ته د مشورې ورکولو او  د هغوې د کاروبار د ودې په خاطر مشورو ورکولو په څیر په برخو کې په ګډه کار کړی دی.'' هغه وویل چې مونږ د نوو څیرو او نوو خبرو د کورنۍ غونډې په هیواد کې د هیواد دننه او بهر نه متخصصین راټول کړل او په انقره کې مو غونډه وکړه.

ایرن وویل چې د هر وړي میاشتو په څیر سږ کال هم مونږ د مملکت  لارې  پروژه په چوکاټ کې  د صربستان له پولو څخه د تورکیې ولایتونو پورې په لارو کې د خپلو بهر میشتو هیوادوالو نه هر کلی کړی او د هغوې اړتیاوې مو پوره کړي دي.

هغه وویل چې  دوی په بهر کې د تورکانو په نښه کولو د نژاد پرستۍ او تبعیض بریدونو پروړاندې حساس عمل کوي ، د کرکۍ او تبعیض جرایمو پر وړاندې د مبارزې په خاطر  (NESAM) پورټل په ۲۰۲۲ کال کې خدمت ته وړاندې کړ.

"د دې لپاره چې په تیرو کلونو کې ترسره شوي توکمیز ترهګریز بریدونه هیر نه نشي، موږ د هاناو په څیر د یادښت پروګرامونه جوړ کړل، موږ د ګوک خان ګلتکین په نوم د هغه په ​​ټاټوبي اغزي ولایت  کې یو کتابتون پرانیست.

هغه وویل چې په ۲۰۲۲ کال کې  د تورکیې تحصیلي بورسونو ته ۱۷۰ زره غوښتنلیکونو سره مو یو ریکارډ مات کړ. هغه وویل چې د تورکیې تحصیلي بورسونو چې زمونږ هیواد د  تعلیم په نړۍوال مرکز بدل کړی دی په ۲۰۲۲ کال کې ریکارډ مات کړ. د ۱۷۱ هیوادونو نه څه باندې ۱۷۰ زره تنو د تورکیې د تحصیلي بورسونو د ترلاسه کولو په خاطر سره سیالي وکړه. همداشان په ۲۰۲۳ کال کې به هم زمونږ فعالیتونه دوام وکړي.



اړوند خبرونه