د اوکراین نن ورځ یو ځل بیا د روسیې د توغندیو د بریدونو سره پیل کړه.

روسیې نن یو ځل بیا پر اوکراین په لسګونو توغندیو بریدونه کړي

1925293
د اوکراین نن ورځ یو ځل بیا د روسیې د توغندیو د بریدونو سره پیل کړه.

 د اوکراین نن ورځ یو ځل بیا د روسیې د توغندیو د بریدونو سره پیل کړه.

اوکرایني چارواکو ویلي چې روسیې پر دې هیواد  نوي هوايي برید کړي دي.

د خطر د زنګ د  له غږونو وروسته په پلازمېنه کیف کې د چاودنو غږونه واوریدل شول.  د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو اعلان وکړ چې پر ښار د روسیې د برید په پایله کې ۳ تنه ټپیان شوي دي. د زیلینسکي مشاور میخایلو پودولیک په خپل ټولنیز میډیا کې اعلان وکړ چې د روسیې لخوا له ۱۲۰ څخه ډیر توغندي توغول شوي دي.

د اوکراین په پلازمېنه کیف کې لومړی د خطر زنګونه  او بیا د چاودنو غږونه واورېدل شول.

د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو اعلان وکړ چې پر پلازمینې د روسیې د نوي برید په پایله کې ۳ تنه ټپیان شوي دي.

کلیچکو وویل، «اوس مهال په کیف کې د یوې ۱۴ کلنې نجلۍ په ګډون درې تنه ټپیان دي،» هغه زیاته کړه چې پر ښار ۱۶ توغندي لګېدلي دي.

د خارکیف، اوډیسا، لویف او جیتومیر په ښارونو کې هم د چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.

د خارکیف د سیمه ییزې ادارې مشر اولیګ سینیګوبوف وویل، په سیمه کې "مهم زیربناوې" په نښه شوې دي.

دا اعلان شوی چې د اوکراین په بندري ښار اوډیسا توغول شوي ۲۱ توغندي د هوایی مدافعې سیسټم لخوا شنډ او له منځه وړل شوي دي. په اوکراین کې د "لوی توغندي برید" په اړه د سیمې والي ماکسیم مارچینکو هم وویل چې په سیمه کې د انرژۍ زیربنا او د بریښنا شبکو ته زیان رسیدلی.

ویل شوي، چې د هېواد په لوېدیځ کې د لیویف ۹۰ سلنه برخه برېښنا نه لري. د اعلان کولو سره چې عامه ترانسپورت بند شوی، د لافیف ښاروال اندري سادووي خبرداری ورکړ چې ممکن د اوبو کمښت سره هم مخامخ شي.

 

پوډولیک ویلي دي چې  د روسیې له خوا تر ۱۲۰ ډېر توغندي توغول شوي

د اوکرایین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سلاکار میخایل پودولیک په خپل ټولنیزه رسنۍ اکاونټ کې اعلان وکړ چې د روسیې له خوا تر ۱۲۰ ډېر توغندي توغول شوي دي.

 

پودولیک وویل، «د روسیې له خوا تر ۱۲۰ ډېر توغندي پر اوکراین توغول شوي چې مهمې زیربناوې یې ویجاړې کړي او په ډله ییزه توګه یې ملکي وګړي وژلي دي.» د خپلې ليکنې په دوام کې، پودوليک د "سولې د خبرو اترو" په چوکاټ کې د روسيې پر څرګندونو سختې نيوکې وکړې. پودولیک وویل: "موږ د یوه سوله ییز حل په اړه د روسیې د فدراسیون نه  د امنیت د تضمین په اړه نورو وړاندیزونو  انتظار لرو."



اړوند خبرونه