د انرژۍ نړۍوالې ادارې مشر : تورکیه د انرژۍ د تدارکاتو په برخه کې مخکښ رول لوبولی شي

د انرژی د نړیوالی اداری  مشر فاتح بیرول وویل تورکیه د انرژی د تدارکاتو  په سلسله کی مخکښ رول لوبولی شی.

1924383
د انرژۍ نړۍوالې ادارې مشر : تورکیه د انرژۍ د تدارکاتو په برخه کې مخکښ رول لوبولی شي

د انرژی د نړیوالی اداری  مشر فاتح بیرول وویل تورکیه د انرژی د تدارکاتو  په سلسله کی مخکښ رول لوبولی شی.

بیرول  زیاته کړه د تورکیې د بادي انرژي ټولنې  د ۲۰۲۲ کال د پای په  ځانګړي غونډې کې وویل چې د فبرورۍ له ۲۴ راهیسې کله چې روسیې د اوکراین پروړاندې جګړه پیل کړه ، په نړۍ کې ډیری سیاسي ، اقتصادي او د انرژي معادلې له سره تعریف شوې.

بیرول د دې  خبرې په یادولو سره  وویل چې نړۍ اوس مهال د انرژۍ د  نړیوال بحران سره مخ ده، چې د انرژۍ نړیوال بحران په حقیقت کې د پاکې او خوندي انرژۍ په لیږد کې ګړندی رول لوبوي.

بیرول څرګنده کړه چې د تجدید وړ انرژي به په چټکۍ سره وده وکړي، ډیری وده د لمر انرژۍ څخه راځي، او د باد انرژي کې هم د  جدي ودې تمه کیږي.

بیرول، په ترکیه کې د نوي کیدونکي انرژۍ د پراختیا په اړه وویل ،

"مونږ فکر کوو چې په تورکیه کې اوسنی ظرفیت به په راتلونکو پنځو کلونو کې ۶۰ سلنې ته وده ورکړي. لمر او باد انرژۍ  د دې لاره رهبري کوي. په هرصورت، باید ووایو چې تورکیې یو بل خورا مهم د تجدید وړ انرژي ټیکنالوژي د جیوترمال یا د تودو چینو په برخه کې مهم ګامونه پورته کړي دي."

بیرول وویل چې تورکیه کولی شي د نوي کیدونکي انرژۍ په برخه کې د ګامونو په اخیستلو سره د اکمالاتو لړۍ کې مخکښ رول ولوبوي.

"اوس مهال د تورکیې لپاره ښه وخت دی. دا خبره  دوه لاملونه لري. لومړی دا چې په نړۍ کې د ظرفیتونو د لوړولو لپاره ډیر زیات طلب شتون لري او دوهم، د روسیې او اوکراین له جګړې وروسته ډیری هیوادونه د انرژۍ د خوندیتوب او  امنیت په برخه کې نه غواړي د یو هیواد پورې تړلي پاتې شي . ځکه چې دوې پوهیږي چې د یو هیواد پورې تړل پاتې کیدل کیدای شي چې دوې د جدي ستونزو سره مخامخ کړي. د بیلګې په توګه، اوس مهال، د سولر اکمالاتو سلسله ۹۳ سلنه د چین پورې تعلق لري. ددې لپاره  هیوادونه هڅه کوي چې خپل اوسني عرضه متنوع کړي او بدیلي لارې چارې ولټوي. پدې برخه کې تورکیه مهم رول لوبولی شي.


پيوندونه: #انرژي , #تورکیه

اړوند خبرونه