د تورکیې د دفاعي صنایعو اجرايوي کمیټې د ۲۰۲۲ کال وروستۍ غونډه وکړه.
د تورکیې د دفاعي صنایعو اجرایوي کمیټې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ غونډه وکړه
د تورکیې د دفاعي صنایعو اجرايوي کمیټې د ۲۰۲۲ کال وروستۍ غونډه وکړه.
د دفاعي صنایعو د اجرایوي کمیټې په غونډه کې د تورکیې د هوايي دفاع د پیاوړتیا په خاطر د سیپر، حصار او سنګور سیستمونو د نوو عمومي تولیداتو په اړه پریکړې وشوې.
د دفاعي صنایعو د اجرایوي کمیټې غونډه پرون په پلازمینه انقره کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د تورکیې د وسله والو ځواکونو لخوا کاریدونکو کورني او ملي سیسټمونو کې د نویو سیستمونو د اضافه کولو په اړه خبرې وشوې. د ۲۵ بېلابېلو پروژو په اړه تصمیمونه ونیول شول.
د هیواد د هوایی دفاع پیاوړتیا لپاره د سیپر، حصار او سنګور هوايي دفاعي سیسټمونو د نوي ډله ایز تولید لپاره پریکړې وشوې. همداشان د ټایفون، اتماجا، TRLG-230، قره قول، ګوک دوغان او بوزدوغان توغندیو سربیره، د اکیا تورپیډو او مختلف پلیټ فارمونو لپاره د مختلف مهماتو د ډله ایز تولید په اړه پریکړې وشوې.
سربیره پردې ، پریکړه وشوه چې د ملګیم (ملي کښتۍ) پروژې په چوکاټ آی کلاس متوسطې پرمختللې جنګي بیړۍ ( فریګیټ ) کښتۍ هم جوړې شي.
په غونډه کې د تورکیې د لومړنۍ بې پيلوټه جیټ الوتکې قزل ایلما د وروستي وضعیت، په اړه چې خپله لومړنۍ الوتنه په بریالیتوب سره ترسره کړه وارزول شو. د ویلو ده چې دا بې پيلوټه جیټ الوتکه په هوا کې د ۵ ساعتونو لپاره د پاتې کیدو او ظرفیت لري. همداشان دې بې پیلوټه الوتکو ته د نوي ظرفیتونو د ترلاسه کولو مسلې تر بحث لاندې ونیول شوې.
د ساحو لپاره مختلفې پروژې لکه د F-16 جنګي الوتکو په عصري کولو کې د نویو اضافه کول، د نوي بریښنایی محاربې او رادار سیسټمونه، مختلف هوایی، ځمکنی او سمندری پلیټ فارمونو، د ارتباطاتو او معلوماتو سیسټمونه، تجهیزات، سمیلیشن، لوژستیک او سایبر امنیت په اړه د یو زیات شمیر مسئلو په اړه لازم تصامیم ونیول شول.