د تورکیې ، روسیې او سوریې د ولسمشرانو د لیدنې په اړه د ولسمشر اردوغان مهمې څرګندونې

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې کیدای شي د تورکیې، روسیې او سوریې د مشرانو په کچه غونډه وشي.

1919487
د تورکیې ، روسیې او سوریې د ولسمشرانو د لیدنې په اړه د ولسمشر اردوغان مهمې څرګندونې

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې کیدای شي د تورکیې، روسیې او سوریې د مشرانو په کچه غونډه وشي.

اردوغان ترکمنستان ته  له خپل سفر څخه د راستنېدو پر مهال د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار سره وویل چې  "مونږ غواړو د تورکیه - روسیه - سوریه په درې اړخیزه په توګه ګام پورته کړو." ولسمشر اردوغان وویل چې د مشرانو په کچه به یوه غونډه وشي . ددې غونډې په اړه به  د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې کړې دي.

اردوغان څرګنده كړه چې د سوريې په اړه د دوى د ګامونو موخه د تورکیې  ملي ګټې وي.

اردوغان له سوریې څخه تورکیې ته د ترهګرو ګواښ ته په اشارې سره وویل چې امریکا ترهګریز سازمانونه د تیلو د څاګانو له لارې تمویل کوي او له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي . هغه پر امریکا سخته نیوکه وکړه او زیاته کړه چې

"مونږ تر دې دمه تل صبر کاوه، خو اوس د صبر کاسه ډکه  شوې ده."

"مونږ په ځانګړې توګه  په سر کې امریکا لویديځې نړۍ ته   وایو ، که تاسو دغو تروریستي سازمانونو ته په زرګونو لارۍ وسلې، مهمات او تجهیزات ورکوۍ، مونږ مجبور یو چې خپله ستونزه پخپله حل کړو."

اردوغان همداراز د کودتا د ترسره کوونکو پر وړاندې د آلمان د اقداماتو ارزونه وکړه او د فتح الله تروریستي سازمان  پر وړاندې یې د مبارزې نه یادونه وکړه.

هغه وویل "په اوس وخت کې، په اروپا کې د تروریستي سازمانونو تر ټولو مهم پناه ځای آلمان دی. دا مهال دا PKK/YPG/PYD چیرته دي؟ هلته. FETO چیرته دی؟ دا هلته دي. مونږ ددې کسانو غوښتنه کوو خو دوې د هغوې استرداد نه غواړي."

ولسمشر اردوغان د تورکیې له لارې اروپا ته د ترکمنستان د ګازو د انتقال په اړه وویل:

"د تورکیې، اذربایجان او ترکمنستان د انرژۍ وزیران به په چټکۍ سره لیدنه وکړي او د دې مسلې په اړه به په جزئیاتو خبرې وکړي."

ولسمشر همداراز د روسیې پر ضد د بندیزونو په اړه د اروپایي اتحادیې د بهرنیو اړیکو د عالي استازي جوزف بوریل انتقاد هم «د یو زشت عمل په توګه » یادونه وکړه.

بوریل نه شي کولای له روسیې سره خپلې اړیکې وټاکي او نه یې تنظیم کړي. هغه نه کیفیت لري او نه هم د دې مسلو په اړه د داسې پریکړې کولو وړتیا لري.



اړوند خبرونه