د استانبول په مرکز د استقلال په جاده کې خونړۍ چاودنه رامنځته شوه.

د استانبول په مرکز د استقلال په کوڅه کې د چاودنې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

1905816
د استانبول په مرکز د استقلال په جاده کې خونړۍ چاودنه رامنځته شوه.

د استانبول په مرکز د استقلال په جاده کې خونړۍ چاودنه رامنځته شوه.

د استانبول په مرکز د تقسیم میدان  د استقلال  په کوڅه کې درنده چاودنه وشوه چې  په نتیجه کې ۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۳۸ تنه ټپیان شوي دي.

د چاودنې لامل تر اوسه پورې معلوم ندی.

له چاودنې وروسته ګڼشمیر امبولانسونه او د ژغورنې ډلې د پيښې سیمې ته واستول شول.

د استانبول والي علي یرلي قایا  دخپل ټولنیز میډیا له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې  "د لومړنيو راپورونو له مخې، په استقلال کوڅه کې د چاودنې له امله ٤ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى او ٣٨ نور ټپيان دي. زمونږ د ټپيانو درملنه روانه ده."

یرلي قایا  د خپل ټولنیز میډیا د پاڼې  له لارې په خپل کړي بیان کې ویلي دي چې

"نن د مازدیګر په ۴ بجو او ۲۰ دقیقو په شاوخوا کې د استانبول د بای اوغلو په ولسوالۍ کې د تقسیم جادې د  استقلال په کوڅه کې چاودنه وشوه. زمونږ د پولیسو، روغتیا، ژغورنې او د ناورین  ټیمونه د پیښې ځای ته استول شوي. په پیښه کې ځاني تلفات رامنځته شوي دي.  پرمختګونه به له خلکو سره شریک شي."

د ویلو ده چې د پیښې د لامل د معلومولو لپاره د څارنوالانو یوه پنځه کسیزه ډله په دنده ګمارل شوې ده.


پيوندونه: #چاودنه , #استانبول

اړوند خبرونه