د تورکیې کورني او ملي‌ موټر ( ټوګ ) تصدۍ په ډله ایزو تولیداتو پيل وکړ

د تورکیې د کورني او ملي موټر ( ټوګ ) سیالۍ په رسمي توګه پيل شوه.

1899609
د تورکیې کورني او ملي‌ موټر  ( ټوګ )  تصدۍ په ډله ایزو تولیداتو پيل وکړ

د تورکیې د کورني او ملي موټر ( ټوګ ) سیالۍ په رسمي توګه پيل شوه.

د تورکیې د ملي‌ او کورني‌ موټر  ( توګ ) تر ټولو ستره فابریکه  د بورسا ولایت د  ګیملیک په ولسوالۍ کې  د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګډون د ځانګړو مراسم سره پرانیستل شوه.

 

د ټوګ  موټر د ډله ایز تولید لپاره انتظار بالاخره پایته ورسید . د ویلو ده چې د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۲۷ مه نیټه د هیواد د لومړي‌ کورني‌ او ملي‌ برښنايي موټر سمپل  معرفي‌ کړی  او ددې موټر د ډله ایز تولید تر ټولو د سترې  فابریکې د جوړولو بڼسټ  د ۲۰۲۰ کال د جولای په ۱۸ نیټه کیښودل شو.

د ټوګ موټر  کوم چې د یو نړیوال برانډ رامینځته کولو په هدف طرحه ، ډیزاین او جوړ  شوی د فکري او صنعتي ملکیت حقونه ۱۰۰ ٪ د تورکیې پورې اړه لري ، او دا به د  تورکیې د سیار اکوسیستم تخم  وي.

 

د تورکیې ولسمشر اردوغان د  (توګ) ګیملیک  فابریکې  د پرانیستو په مراسمو کې د وینا پر مهال وویل چې د ۶۰ کلنو ارمان پوره او خیال  په حقیقت بدل شو.

 

 د ټوګ تصدۍ  د اجراییوي‌ کمیټې رئیس ګورجان قره قاش  د ګیملیک د فابریکې د د پرانستلو په مراسمو کې د وینا پر مهال وویل،  هغه بدلونونه چې د وخت په تیریدو سره په ګرځنده ټيلیفون یا موبایل کې راځي‌ نن ورځ موټرې هم د ورته برخلیک سره مخامخ دي.

د همدې امله موټر د یو موټر نه د لا پرمختللي‌ یو شي‌ د جوړولو لپاره نسټوني‌ بډ وهلي‌ وو. دا چې نن ورځ  د موټر نه انسانان څه انتظارات لري‌ مونږ هغه ټول پر ځای کړي‌ دي. د ورځې د اړتیا او لوبې سره مو سمه لوبه روانه کړې ده .

 

همداشان پدې مراسمو کې د تورکیې د صنعت او ټیکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک وویل، "ټوګ  په اصل کې د مغزو  د لا پياوړي‌ کولو سره د پام وړ مرسته کړې ده."

 

د ټوګ د تصدۍ د اجراییوي کمیټې رئیس ګورجان د توګ پروسه په لاندې ډول خلاصه کړه:

"مونږ دا زیرک ماشین پړاو په پړاو پيل کړ. مونږ په ۲۰۱۸ کال  کې د ددې موټر لومړنۍ چارې د طرحې او ډیزاین سره پیل کړې. ډیزاین  نه مو درې بودي‌  پروټوټایپ جوړ کړ.

وروسته مو د موټر په جوړولو پيل وکړ. لومړني‌ سمپلونه مو جوړ کړل  او په ۲۰۲۱ کال کې مو د  خپلو جوړو کړو سمپلونو په ازمایښتونو پيل وکړ.

همداشان د همدې کال  د جولای په میاشت کې امتحاني‌ تولید پیل کړ. موږ د خپل هیواد او نړۍ ترټولو غوره  کسانو سره د  کار کولو سره خپل زیرک وسیله رامینځته کړه. مونږ خپله فابریکه  په لومړي مرحله کې ۱۰۰ زره موټرو او په دویمه مرحله کې ۱۷۵ زره موټرو د  تولید په ظرفیت طرحه او ډیزاین کړه.

کورني  او ملي‌ موټر د لومړي ځل لپاره په د  ۲۰۱۹ میلادي‌ کال د سپټمبر په ۲۷ مه نیټه  د ګبزې په سیمه کې د تورکیې د ټکنالوژۍ په وادي کې د ځانګړو مراسمو سره معرفي‌ کړی شو.

 

د ډله ایز تولید لپاره په ګیملیک کې د یو عشاریه ۲  میلیون کیلومتر مربع  په ساحه کې  سره فابریکه تاسیس شوه. لومړی ماډل C-SUV  د روبوټونو په وسیله جوړ کړی شو.

 

د  ټوګ موټر بازار ته د عرضه کولو  لپاره ټاکل شوې نیټه ، کوم چې به د امنیت ازموینې وروسته د تاییدۍ  سندونه ترلاسه کړي چې شاوخوا ۵ میاشتې وخت ته اړتیا لري‌ او د ۲۰۲۳ کال د مارچ په میاشت کې به بازار ته وړاندې شي .

 

په لومړي پړاو کې به له ۱۷ څخه تر ۱۸ زرو پورې موټرې د خرڅلاو لپاره وړاندې شي.

د ټوګ C-SUV ماډل خرڅلاو ته د وړاندې کیدو نه ۲ کاله وروسته به  بل ماډل بازار ته وړاندې شي.

 

دا ماډل به د B-SUV او C-MPV ماډلونو سره تعقیب شي. هدف دا دی چې تر ۲۰۳۰ کال پورې په ۵ مختلفو ډولونو کې ۱ میلیون بریښنایی موټرونه تولید شي.

ولسمشر اردوغان د ګیملیک فابریکې  څخه د لیدنې وروسته د توګ موټر امتحان کړ .

 

ولسمشر اردوغان په خپل ټولنیز میډیا  حساب  کې د دغو شیبو د شریکولو په ترڅ کې دا پیغام هم خپور کړ " لاره مو روښانه ده، د هر ډول خنډونو نه په امان کې اوسۍ ټوګ."

 

دا  موټرې د چټک چارج کولو بیټرۍ  په سیستم سمبال دي‌ چې په ۳۰ دقیقو کې به ۸۰ سلنه چارج کیږي.

 

څرنګه چې موټر برښنايي دی، ډیرې زیاتې کمرې او سنسورونه لري.

دا موټر چې د  پيل نه  بریښنایی طرحه او ډیزاین شوی دی  په یو ځل چارج سره  د ۳۰۰ او ۵۰۰ کیلو مترو سره په دوو ماډلونو کې جوړیږي.

موټر به  په دوامداره توګه له مرکز سره وصل وي او د ۴ جي‌ او ۵ جي‌ د  اتصال له لارې به د لیرې څخه تازه معلومات ترلاسه  کوي.

د پرمختللي بیټرۍ مدیریت او فعال حرارتي مدیریت سیسټمونو لخوا چمتو شوي د اوږدمهاله بیټرۍ کڅوړې سره مجهز، د دې موټر  یو ماډل چې ۲۰۰ اسپ پاور قوت به ولري کولی شي په ۷ نقطه ۶  ثانیو کې د صفر نه تر سلو کیلو مټره سرعت ته  او د ۴۰۰ اسپ پاور قوت خاوند يي   ۴ نقطه ۸  ثانیو د صفر نه ۱۰۰  کیلومتره فی ساعت سرعت ته رسیږي.

 


پيوندونه: #ټوګ , #تورکیه

اړوند خبرونه