نن د اکتوبر ۲۹  د تورکیې جمهوریت د ۹۹ یمې کلیزې سره سمون خوري.

د تورکیې جمهوریت ۹۹ کلن شو

1899234
نن د اکتوبر ۲۹  د تورکیې جمهوریت د ۹۹ یمې کلیزې سره سمون خوري.
cumhuriyet bayramı (23).jpg

نن د اکتوبر ۲۹  د تورکیې جمهوریت د ۹۹ یمې کلیزې سره سمون خوري.

د تورکیې جمهوریت د نن نه پوره ۹۹ کاله مخکې  د ۱۹۲۳ میلادي کال د اکتوبر په ۲۳ مه نيټه په ډیر افتخار او سر لوړۍ سره ټولۍ نړۍ ته اعلان شو.

د ویلو ده چې د تورکیې د جمهوریت د کلیزې نه په ټول هیواد او د هیواد نه بهر په ټولو سیاسي نماینده ګیو کې د ځانګړو مراسمو او جشنونو سره لمانځل کیږي.

لومړني مراسم  به د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د دولت ټول اراکین په پلازمینه انقره کې د تورکیې د جمهوریت بنسټ ایښودونکي مصطفی کمال اتاترک د قبر د زیارت کولو سره پيل شي.

ولسمشر اردوغان به د اکټوبر د ۲۹مې د جمهوریت د ورځې په مناسبت د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې مبارکۍ  مراسم جوړ کړي. ولسمشر اردوغان به پدې مراسمو کې وینا وکړي.

همداشان د تورکیې جمهوریت د ۹۹ یمې کلیزې په مناسبت به  د ورځې په اوږدو کې په استانبول، انقره او ازمیر ښارونو کې  ځانګړې ویډیوګانې د لویو سکرینونو له لارې نشر شي.

همداشان د هیواد په ګوډ ګوډ کې به دا ورځ د ځانګړو مراسمو، جشنونو ، کنسرتو او خوښیو سره ولمانځل شي.



اړوند خبرونه