په تورکیه کې د ښاري پلان په برخه کې د یوې ډیرې مهمې ټولنیزې پروژې د بڼسټ ډبره کیښودل شوه.

په تورکیه کې د ښاري پلان د یوې ډیرې مهمې پروژې د بڼسټ ډبره کیښودل شو

1897530
په تورکیه کې د ښاري پلان په برخه کې د یوې ډیرې مهمې ټولنیزې پروژې د بڼسټ ډبره کیښودل شوه.

په تورکیه کې د ښاري پلان په برخه کې د یوې ډیرې مهمې ټولنیزې پروژې د بڼسټ ډبره کیښودل شوه.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې دوی د نن راهیسې د ښاري پلان جوړونې یو نوی نوښت پیل کړی چې د تورکیې ټول ولایتونه پکې شامل دي.

ولسمشر اردوغان وویل چې د  "زما لومړی کور او  زما لومړی کاري ځای" پروژې په چوکاټ کې، د هیواد د جمهوريت په تاریخ کې  د کور جوړونې ترټولو د سترې  ټولنیزې پروژې د بڼسټ ډبره ږدو.

د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا نن د تورکیې تر ټولو د سترې د کور جوړونې د پروژې بڼسټ ډبره د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې کیښودل شوه. ددې پروژې په چوکاټ کې به د لومړي پړاو په توګه په هممهاله توګه په ۱۷ ولایتونو کې ۵۶۱۵ کورونه جوړ شي.

ولسمشر اردوغان  د پلازمینې انقرې په سینجان  په ولسوالۍ کې  په  جوړو شوو مراسمو کې  وینا وکړه. ولسمشر اردوغان دلته په خپله وینا کې وویل چې

"د وروستي کمپاین سره چې مونږ پیل کړی، د تورکیې  (د کور جوړونې ادارې) له لارې خپل ملت ته د جوړو کړو کورونو شمیره ۲ میلیونو ته لوړو.

اردوغان وویل چې د پروژې په چوکاټ کې به د دوو کلونو په دننه کې په لومړي پړاو کې ۲۵۰ زره کورونه او تر ۲۰۲۸ کاله  به ۵۰۰ زره کورونه جوړ او مستحقینو باندې به وویشل شي.

ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې دوی د نن راهیسې د ښاري پلان جوړونې یو نوی نوښت پیل کړی چې د تورکیې ټول ولایتونه پکې شامل دي.

ولسمشر اردوغان وویل چې په ۲۰۲۳ کال کې به بیا د خپل ملت د ملاتړ په ترلاسه کولو سره د تورکیې ودې او پرمختګ ته به  دوام ورکړو.



اړوند خبرونه