ولسمشر اردوغان په ملي شورا کې د خپل ګوند اونیزې غونډې ته وینا وکړه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل ، په داسې حال کې چې اروپا د طبیعي ګازو د ترلاسه کولو په لټه کې ده خو تورکیه داسې کومه ستونزه نه لري.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل ، په داسې حال کې چې اروپا د طبیعي ګازو د ترلاسه کولو په لټه کې ده خو تورکیه داسې کومه ستونزه نه لري.
د تورکیې ولسمشر او د عدالت او پراختیا ګوند مشر رجب طیب اردوغان په ملي شورا کې د خپل ګوند اونیزې غونډې ته وینا وکړه.
اردوغان په اروپا کې د روسیې او اوکراین د جګړې له امله چې د فبرورۍ له ۲۴مې راهیسې روانه ده، د طبیعي ګازو ستونزې ته په اشارې سره وویل:
"اوس مهال، اروپا په دې لټه کې ده چې طبیعي ګاز له کوم ځای نه تامین کړي. له نېکه مرغه تورکیه داسې ستونزه نه لري. اوس انشاالله چې تورکیه هیله من دی چې د طبیعي ګازو په مرکز او ترانزیتي هیواد بدل شي. زمونږ په وروستۍ ناسته کې مونږ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په دې مسله موافقه وکړه، هغه په خپله وینا کې وویل، اروپا کولای شي له تورکیې څخه طبیعي ګاز ترلاسه کړي.
اردوغان د اقتصاد په اړه هم ارزونې وکړې.هغه زیاته کړه چېئ
"مونږ د سیاحت په برخه کې د برکت نه ډک یو سیزن کې قرار لرو، د ۵۰ میلیونه تنو سیلانیانو او ۴۰ میلیارد ډالرو عوایدو په لورې روان یو. مونږ د خپل ګرځندوی سکتور د لا زیاتې ودې لپاره کار کوو."
ولسمشر اردوغان د دې خبرې په ټینګار سره وویل چې تورکیه تېر کال ۱۱،۴ سلنه اقتصادي وده کړې وه او د سږ کال په لومړۍ نیمايي کې یې اقتصادي وده ۷،۵ سلنې نه واوښته .مونږ یوه داسې بودیجه چمتو کړې ده چې په راتلونکي کال کې به هم ودې ته په ورته سرعت دوام ورکړو.
"زمونږ استخدام کچه زمونږ په تاریخ کې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی، د ۳۱ میلیونو څخه اوښتې ده، او بیکارۍ یو واحد عدد ته راټیټولو پر لورې روان یو .
ولسمشر دا هم وویل چې دوی یوه بودیجه چمتو کړې چې له مخې به یې د صادراتو کچه له ۲۵۰ میلیاردو ډالرو زیاته شي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله