د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه وکړه.
ولسمشر اردوغان د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه وکړه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه وکړه.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/5ca3/e4da/0859/6347ec9cdbefe.jpg?time=1719104950)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه وکړه.
ولسمشر اردوغان د قزاقستان په پلازمینه استانه کې د اسیا د همکاریو او باور جوړونې د تدابیرو د کنفرانس د شپږمې سرمشریزې په څنډه کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه وکړه.
د ویلو ده چې د روسیې لخوا د اوکراین د دونیتڅک ، لوهانسک ، زاپورزیا او خرسون سیمې د خپلې خاورې سره د یو ځای کولو نه وروسته ولسمشر اردوغان د پوتین سره لومړنۍ مخامخ لیدنه وکړه.
ولسمشر رجب طیب اردوغان په اسیا کې د همکارۍ او باور جوړونې د اقداماتو د شپږمې غونډې په څنډه کې چې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړه شوې ده د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وکتل.
دا لیدنه د خپلواکۍ په ماڼۍ کې د رسنیو نه د بندو دروازو تر شا ترسره شوه.دواړو مشرانو د لیدنې نه مخکې رسنیو ته لنډې څرګندونې وکړې.
ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې وویل:
"د راتلونکي کال په لومړۍ نیمایي کې د تورکیې د اق قویو د لومړي توربین پرانیستل به په نړۍ کې ډیر زیات انعکاس وکړي. او که چیرې که د سینوپ د اټومي بټۍ په اړه یو ګام پورته شي، یقینا دا به ډیر توپیر ولري."
ولسمشر اردوغان د غلې دهلیز په اړه هم لاندې یادونه وکړه:
"موږ هوډ لرو چې د استانبول تړون په پیاوړي کولو سره دوام ورکړو او د روسیې غلې دانې او سرې د تورکیې له لارې وروسته پاتو هیوادونو ته ولیږدوو. هغه ګامونه چې تورکیه او روسیه به په دې پروسه کې اوچت کړي کیدای شي چې ځینې کړۍ ناراحته کړي خو د لږ پرمختللي هیوادونو به خوشحاله کړي."
له بلې خوا د روسیې ولسمشر پوتین ویلي چې تورکیه د اروپايي ټولنې لپاره د ګازو د رسولو په برخه کې تر ټولو خوندي لاره ګرځېدلې ده.
هغه وویل، «مونږ اراده کړې چې تورکیه په نړۍ کې د ګازو تر ټولو لوی مرکز جوړ کړو.
"تورکیه اروپايي اتحادیې ته د ګازو رسولو ترټولو معتبره لاره ثابته شوې ده. له روسیې څخه تورکیې ته د هایدروکاربن اکمالات په بشپړ ډول خوندي دي."
د روسیې ولسمشر پوتین د غلې دانې د دهلیز د فعالیتونو په اړه وویل چې ،
"د غلې یوه کوچنۍ برخه لا هم بې وزله هیوادونو ته ځي. هغه هیوادونه چې د استانبول د تړون له مخې د اوکراین غله اخلي باید د اردوغان څخه مننه وکړي."
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1719104950)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1719104950)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله