ولسمشر اردوغان : زمونږ هیواد ددې توان لري چې نړۍوال اقتصادي بحران اغیزې کمې کړي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې "مونږ د دې وړتیا لرو چې د نړیوال (اقتصادي) بحران ویجاړونکي اغیزې راکمې کړو."
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې "مونږ د دې وړتیا لرو چې د نړیوال (اقتصادي) بحران ویجاړونکي اغیزې راکمې کړو."
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د کابینې د غونډې نه وروسته وکړې.
اردوغان دې ته په اشارې سره وویل چې مونږ د نړیوال اقتصادي بحران او د امنیتي ګواښونو د زیاتیدو د یوې دورې څخه د تیریدو په حال کې یو.
"دا ستونزمنده دوره زمونږ په هیواد هم اغیزې کوي. خو تورکیه بیا د نورو هیوادونو برعکس د دې توان لري چې ټول بریدونو ، دسیسو او ګواښونو وړاندوینه وکړي. هغه بې عدالتي او دوه ګونی معیارونه چې د اوږدې مودې راهیسې پرمونږ د ډیپلوماسۍ په برخه کې تحمیل شوي دي، موږ ته د سیمه ایزو بدلونونو په اړه رغنده او نوې تګلارې راکوي. مونږ د دې توان لرو چې د نړیوال بحران ویجاړونکي اغیزې کمې کړو.
"زمونږ د طبیعي ګازو ذخیرې سل په سلو ډکې دي خو ددې سره سره ، مونږ د طلب احتمالي زیاتوالي او غیر متوقع نورو ستونزو لپاره پوره چمتوالی لرو."