ولسمشر اردوغان په پراګ کې د یونان د لومړي وزیر سره د بحث په اړه ادعاګانو ته ځواب ووایه

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چک جمهوریت په پلازمینه پراګ کې د یونان له لومړي وزیر میچسوتاکیس سره د لفظي بحث په اړه څرګندونې وکړې.

1889961

ولسمشر اردوغان وویل  "زه به هیڅکله هم داسې یوې سویې ته راټیټ نشم چې پداسې یوه غونډه او پروتوکول کې د چا سره بې ځایه بحث وکړم."

ولسمشر اردوغان د جمعې د لمانځه نه وروسته په استانبول کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

ولسمشر اردوغان دلته پرون د چک جمهوریت په پلازمینه پراګ کې د اروپا د سیاسي ټولنې په غونډه کې د لیدونو کتنو او د یونان په رسنیو کې ادعاګانو ته ځواب ووایه. ولسمشر اردوغان په هغه مسئلې هم رڼا واچوله چې ګواکې هغه پدې غونډه کې د یونان لومړي وزیر سره بحث کړی دی.

ولسمشر اردوغان ددې ادعاګانو په ځواب کې وویل چې

"د هر څه نه مخکې باید ووایم چې  (میچوتاکیس) یو داسې کس دی چې د  پروتوکول په ادابو نه پوهیږي. سره ددې چې د هغه نوم د ویناوالو په لست کې نه وو خو بیا هم دا معلومه نده چې د چا نه يي اجازه واخیسته خو راغی او وینا يي وکړه.  هغه هڅه وکړه خو زما د وینا ځواب ووایي. زه هغه سویې ته راټیټ شوی نه یم چې د هغه ځواب ووایم.

ځکه چې د تورکیې ولسمشر دې سویې ته هیڅکله هم نه ټیټیږي. ما د هغه یو څو کلمې خبرې واوریدې او بس. البته چې چا ورته دومره لیوالتیا هم ښکاره نکړه.

اړوند خبرونه