ولسمشر اردوغان د روسیې د ولسمشر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

1889905
ولسمشر اردوغان د روسیې د ولسمشر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې ټیلیفوني خبرو کې د روسیې او اوکراین د جګړې په وروستیو پرمختګونو چې د فبرورۍ له ۲۴مې نېټې راهیسې روانه ده او  د تورکیې او روسیې ترمنځ د اړیکو د لا ودې او پراختیا اړه هم خبرې وکړې . ولسمشر اردوغان پوتین ته یو ځل بیا ټینګار وکړ د اوکراین ستونزه د ټولو خواوو منافعو په نظر کې نیولو سره په سوله ایزه توګه حل د ټولو په ګټه دی او پدې برخه کې تورکیه هر ډول رول په غاړه اخیستو او مسئولیت ادا کولو ته چمتو دی.



اړوند خبرونه