د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یونان او سوریې په اړه ډیر مهم او غوڅ پيغامونه ورکړل.
ولسمشر اردوغان وویل چې د یونان د ادارې سیاستونه پر درواغو ولاړ دي>
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یونان او سوریې په اړه ډیر مهم او غوڅ پيغامونه ورکړل.
ولسمشر اردوغان وویل چې د یونان د ادارې سیاستونه پر درواغو ولاړ دي او د سوریې له ولسمشر بشاراسد سره د احتمالي لیدنې ممکنه وبلله.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې په چک جمهوریت کې د اروپا د سیاسي ټولنې د غونډې په څنډه کې وکړې.
اردوغان ددې خبرې په ټینګار سره وویل چې په نړۍ کې پرمختګونه دا حقیقت په ډاګه کوي چې تورکیه د اروپا لپاره یو مهم هیواد دی.
"مونږ ګورو چې د ټولنې ځینې غړي هیوادونه له تورکیې سره د همکارۍ او ښه ګاونډیتوب پر ځای تاوتریخوالی ته لمن وهي. دلته غواړم لاندې ټکي ته اشاره وکړم؛ تورکیه د هیڅ هیواد حاکمیت، خاورې، حقوقو او قوانینو ته سپکاوی نه کوي او د غضب نیت هم نلري. مونږ یواځې د خپل هیواد او د د قبرس د تورکانو د ګټو د ساتنې لپاره مجادله کوو. مونږ له هیچا سره، له خپلو ګاونډیانو سره تاوتریخوالی نه غواړو. مونږ په وار وار ویلي چې مونږ غواړو د ختیځې مدیترانې او د ایژې سمندر ستونزې د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې حل کړو. د دایمي حل لپاره باید د قبرس ټاپو حقایق ومنل شي.»
د تورکیې پر ضد د یونان د پارونکو هڅو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې اردوغان د یونان پر لومړي وزیر په غیرې مستقیم توګه سختې نیوکې وکړې.
"ښاغلی سړی د اروپا د سیاسي ټولنې غونډو په جریان کې زما د خبرو څخه خفه شوی و. د دوی پالیسي په دروغو ولاړه ده، هیڅ صداقت نشته. کله چې مونږ وایو، 'راځئ د ساحي هیوادونو سره ټول یو ځای شو او خبرې وکړو دوې ددې سره هم موافقه نه کوي. همداشان وروسته بیا نور هیوادونه واسطه کوي چې راځۍ خبرې وکړو خو مونږ د هغوې سره د خبرو لپاره اوس څه نلرو. هیله کوم چې یو وخت د خبرو لپاره یو څه پيدا کړو.
ولسمشر ولسمشر د سوریې د ولسمشر بشار اسد سره د لیدنې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل ، "کله چې وخت راشي، موږ کولی شو د سوریې له ولسمشر سره د لیدنې لارې ته هم لاړ شو. اوس مهال د ټیټې کچې خبرې اترې روانې دي، "
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.