ولسمشر اردوغان د چک جمهوریت پلازمینې پراګ ته ولاړ.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اروپا د سیاسي ټولنې په غونډه کې د ګډون په موخه د چک جمهوریت پلازمینې پراګ ته ولاړ.

1889224
ولسمشر اردوغان د چک جمهوریت پلازمینې پراګ ته ولاړ.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اروپا د سیاسي ټولنې په غونډه کې د ګډون په موخه د چک جمهوریت پلازمینې پراګ ته ولاړ.

ولسمشر اردوغان به په دې غونډه کې د «سولې او امنیت» په اړه د ګردي میز په غونډه کې ګډون وکړي چې پکې د اروپايي ټولنې ۲۷ غړي هیوادونه او ۱۷ غیر غړي  اروپايي هیوادونه بلل شوي دي.

د ولسمشر اردوغان سره پدې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ملګرتیا کوي. ولسمشر اردوغان به  له یو شمېر مشرانو سره دوه اړخیزې ناستې هم ولري.

د اروپا د سیاسي ټولنې  مفکوره لومړی د می په میاشت کې د فرانسې ولسمشر ماکرون لخوا وړاندیز شوې وه.

غوښتنه  دا غونډه د اروپایي ټولنې څخه بهر او په ټوله اروپا کې د سیاسي بحث لپاره یو پلیټ فارم جوړول دي. اروپايي ټولنې ددې فکر او وړاندیز نه ملاتړ کړی دی.



اړوند خبرونه