ولسمشر اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه وکړه

د ولسمشر اردوغان او روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په وروستیو او مهمو مسئلو خبرې وکړې

1881054
ولسمشر اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه وکړه

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ولیدل.

ولسمشر اردوغان د  شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو د ۲۲مې سرمشریزې په درشل کې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر سره  د اوزبیکستان په سمرقند ښار کې سره وکتل. په سمرقند کې د دواړو مشرانو ملاقات ۴۰ دقیقې دوام وکړ.

د روسیې ولسمشر پوتین د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، "له روسیې څخه تورکیې ته د ګازو د رسولو د څلورمې برخې تادیه به په روسي روبلو کې وشي."

پوتین اروپا ته د روسیې د ګازو په رسولو کې د تورکیې په رول  د  ټینګار سره وویل، تورکیه نه یوازې د خپلو اړتیاوو، بلکې د اروپایی ټولنې د هېوادونو لپاره هم  پرته د ځنډه زمونږ د انرژۍ د زېرمو لپاره د اکمالاتو یوه تر ټولو معتبره لار ده . د تورکیې جریان د نللیکې  له لارې اروپا ته د ګازو لېږدول کیږي.

ولسمشر اردوغان په سرمشریزه کې د خپلو تماسونو د یوې برخې په توګه د پوتین نه وروسته د ایران د ولسمشر  ابراهیم رئیسي سره وکتل.

ولسمشر اردوغان د شانګهای د سرمشریزې په چوکاټ کې  د چین له ولسمشر شي جین پینګ، د اذربایجان له ولسمشر الهام علی یف، د اوزبیکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف، د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي او د منګولیا له ولسمشر اوخناګین خرلسوک سره هم وکتل.



اړوند خبرونه