ولسمشر اردوغان : په ځینو مسایلو کې د روسیې ولسمشر پوتین پر حق دی.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې لخوا د غلې دانې د صادراتو په اړه وویل ، په ځینو مسایلو کې د روسیې ولسمشر پوتین پر حق دی.

1877507
ولسمشر اردوغان : په ځینو مسایلو کې د روسیې ولسمشر پوتین پر حق دی.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې لخوا د غلې دانې د صادراتو په اړه وویل ، په ځینو مسایلو کې د روسیې ولسمشر پوتین پر حق دی.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ اوسمهال د روسیې نه د غلو دانو صادرات او لیږد دریدلی دی. دلته یو ټکی دی چې ښاغلی پوتین هم پر حق دی. له بده مرغه، دا کرنیز محصولات بډایه هیوادونو ته ځي، فقیرو هیوادونو ته نه ځي. دا هم حقیقت چې هغه هیوادونو ته د غلو دانو صادرات چې پر روسیې بندیزونه لګولي دي البته چې د روسیې ولسمشر ښاغلی پوتین ناراحته کوي.

مونږ غواړو چې د روسیې نه هم  غلو لیږد او صادرات  پیل شي. دلته یو ځنډ موجود دی. مونږ به په دې اړه په د اوزبیکستان په سمرقند ښار  کې له ښاغلي پوتین سره خبرې وکړو. راځئ چې دا غله هغو هېوادونو ته ورسوو چې واقعاً بې وزله دي.

د انرژۍ بیې لوړیږي. اروپا د دې ژمې د تېرولو په لټه کې ده. بیې ډیرې زیاتې لوړې شوي دي. دې لوړو بیو لویدیځ اندیښمن کړی  چې څه وکړي. زه هیله لرم چې دا ناورین د اوچتیدونکو  ګامونو سره هر څه ژر حل شي.



اړوند خبرونه