تورکیې د یونان د غیر قانوني اقداماتو په وړاندې په  ډیپلوماتیک اقداماتو لاس پورې کړ.

تورکیې د یونان پر خلاف په ډیپلوماتیکو حملو پيل وکړ

1876737
تورکیې د یونان د غیر قانوني اقداماتو په وړاندې په  ډیپلوماتیک اقداماتو لاس پورې کړ.

تورکیې د یونان د غیر قانوني اقداماتو په وړاندې په  ډیپلوماتیک اقداماتو لاس پورې کړ.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په لاسلیک سره، د اروپايي ټولنې  ۲۵ غړیو هیوادونو، د اروپايي ټولنې  د بهرنیو اړیکو او امنیتي پالیسۍ عالي استازي جوزپ بوریل، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړيو او د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ او د ملګرو ملتونو سرمنشي  انتونیو ګوتریش په جلاجلا توګه په استولي‌ لیک کې د ایژې په سیمه کې د روانو ستونزو د حل په اړه د تورکیې دریځ او نظرونه بیان کړي دي.

 

د ډیپلوماتیکو سرچینو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د سپتمبر په لومړۍ نیټه په لیږل شوي لیکونو کې د یونان غیرقانوني کړنې او اعظمي غوښتنې په ګوته شوي.

 

په لیک کې راغلي چې د ایژې په سمندر کې یو شمیر ستونزې شتون لري چې  له بل سره تړلې دي، چې دا ستونزې  عبارت دي د سمندري‌ سرحداتو ،  ملي فضایي حدودو اندازه ، د براعظمګي او ځمکنیو اوبو محدودیت ، په ختیځ ایژې په ټاپو کې  د غیر نظامي دریځ څخه سرغړونې ، په هغه ټاپوګانو د یونان حاکمیت چې د معتبرو نړۍوالو تړونونو له ورته ندي‌ ورکړ شوي .  

 

په لیک کې ددې خبرې په ټینګار سره ویل شوي‌ دي سره ددې چې د ایژې په سمندر کې د یونان سمندري‌ حدود ۶ سمندري‌ میله دی خو دې هیواد خپل حدود لس سمندري‌ میلو ته پراخه کړي . یونان په نړۍ کې یواځنی هیواد دی چې د بل هیڅ هیواد لخوا په رسمیت نه پیژندل شوو د سمندري‌ او فضايي حدودو خاوند دی.

 

له بلې خوا په دغه لیک کې ویل شوي چې تورکیه په دې باور ده چې د ایژې مسئلې د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو د بنسټیزو حقونو او مشروع ګټو په متقابلې پېژندنې سره حل کېدای شي.

 

په لیک کې دا هم ویل شوي چې د تورکیې د ډیالوګ او همکارۍ پلوه دریځ سره سره، یونان د خبرو اترو څخه ډډه کوي، تاوتریخوالی ته لمن وي او اروپايي ټولنه يي د ایژې د ستونزې په یوې پارچې بدله کړې ده .


پيوندونه: #یونان , #تورکیه

اړوند خبرونه