ولسمشر اردوغان د بالکان درې هیوادونو ته سفر وکړ

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د بالکان ۳ هیوادونو بوسنیاهرزګوینا، صربستان او کروشیا ته په درې ورځني سفر ولاړ. ولسمشر اردوغان بالکان ته د سفر نه مخکې د انقرې د ایسن بوغا په هوايي ډګر کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

1876372
ولسمشر اردوغان د بالکان درې هیوادونو ته سفر وکړ

 د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د بالکان ۳ هیوادونو بوسنیاهرزګوینا، صربستان او کروشیا  ته په درې ورځني سفر ولاړ. ولسمشر اردوغان بالکان ته د سفر نه مخکې د انقرې د ایسن بوغا په هوايي ډګر کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

ولسمشر رجب طیب اردوغان پر روسیې د بندیزونو له امله د انرژۍ د بحران په اړه وویل "اروپا په دې ژمي کې له جدي ستونزو سره مخ ده، موږ دا مهال د طبیعي ګازو په برخه کې کومه ستونزه نه لرو."

اردوغان وویل چې دوی هڅه کوي د بالکان د  جغرافیې سره  چې ژورې تاریخي ، انساني او کلتوري اړیکې لرو ،  د قوي اړیکو په ساتلو سره  پدې سیمه کې د هر ډول د کړکیچ مخه ونیسو. "

زمونږ د تورکیې د همکارۍ او همغږۍ اداره تیکا، د یونس ایمری انسټیټیوټ، معارف بنسټ، د ترکش ایرلاینز، د تورکیې  ملي راډیو تلویزیون اداره  (TRT)، او زمونږ ښاروالۍ د هغو پروژو سره چې دوی یې پلي کوي د دې جغرافیې د پراختیا ملاتړ کوي." اردوغان وویل مونږ ګورو چې د ټي آر ټي  بالکان نیوز پلیټ فارم، چې د جون په میاشت کې فعال شو، په سیمه ایزو ژبو کې د خپرونو سره یو مهم تشه ډکه کړه. زموږ د دولتي ادارو سربیره، موږ خوښ یو چې زموږ غیر دولتي موسسې او زموږ سوداګریزه نړۍ داسې کارونه کوي چې موږ پرې ویاړو.

اردوغان  وویل چې په خپلو ټولو تماسونو کې به د بوسنیا او هرزګوینا د ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت په ملاتړ ټینګار وکړي چې د بالکان د سولې او ثبات لپاره حیاتي اهمیت لري.

ولسمشر اردوغان د روسیې او اوکراین د جګړې له امله رامنځته شوي د انرژۍ د بحران او پر روسیې د بندیزونو په اړه وویل: "اروپا په دې ژمي کې له جدي ستونزو سره مخ ده، موږ دا مهال د طبیعي ګازو په برخه کې کومه ستونزه نه لرو."

ولسمشر د یونان لخوا د تورکیې د جنګي الوتکو د ځورولو په اړه وویل: "زمونږ حساسیت په کلک هوډ سره دوام لري. ځکه چې یونان په دې خبر دی، دوی خپل ځانونه پاک کړي دي."



اړوند خبرونه