ولسمشر اردوغان بالکان ته د خپل سفر لومړي تم ځای بوسنیا هرزګوینا ته ورسید

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان بالکان درې هیوادونو ته د خپل سفر په چوکاټ کې لومړي تم ځای بوسنیا هرزګوینا ته ورسید.

1876459
ولسمشر اردوغان بالکان ته د خپل سفر لومړي تم ځای بوسنیا هرزګوینا ته ورسید

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان بالکان درې هیوادونو ته د خپل سفر په چوکاټ کې لومړي تم ځای بوسنیا هرزګوینا ته ورسید.

اردوغان د خپلو سیالانو په بلنه د سپټمبر په ۶-۷-۸ د بوسنیا او هرزیګوینا، سربیا او کروشیا څخه رسمي لیدنه  کوي.

ولسمشر اردوغان چې د رسمي تماسونو د ترسره کولو په موخه د خپل سفر لومړي تم ځای د بوسنیا او هرزګوینا پلازمینې  ته ورسید. د ولسمشر اردوغان د بوسنیا هرزګوینا د ولسمشرۍ د شورا رئیس سیفیک زافرویچ تود هر کلی وکړ.

ورپسې ولسمشر  د بوسنیا د ولسمشرۍ د شورا له غړو سره وکتل او له غونډې وروسته یې د پلاوي ترمنځ په کتنه کې ګډون وکړ.

اردوغان به  د خپل پروګرام په چوکاټ کې د بوسنیا او هرزګوینا د استازو د مجلس او د بوسنیا هرزګوینا د ولسی جرګې له غړو سره لیده کاته وکړي، د کوواچي له هدیرې او د ریاست نوې ودانۍ ته به ولاړ شي او بیا به د تورکیې او بوسنیا په غونډه کې ګډون وکړي. ولسمشر اردوغان به د تورکیې او بوسنیا د سوداګرو ګډې غونډې ته وینا وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر اردوغان به په درې واړو هیوادونو کې په خپلو تماسونو کې په دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې د روانو کړکیچونو پر حل تمرکز وکړي.

په دې کتنو کې به په بېلابېلو برخو کې د شته همکاریو د لا پراختیا په ځانګړې توګه د ګډو زیربناوو او پانګونې پر پروژو خبرې وشي، د بالکان سیمې د پرمختګونو او نړیوالو مسایلو په اړه به د نظر تبادله وشي. د سوداګرۍ فورمونه به په ټولو دریو هیوادونو کې ترسره شي. ولسمشر اردوغان به د کروشیا په سیساک کې د اسلامي کلتوري مرکز د پرانیستلو په مراسمو کې هم ګډون وکړي.



اړوند خبرونه