التون: تورکیې د اوکراین او روسیې ترمنځه د غلې د تړون سره د خوراکي‌ توکو د نړۍوال بحران مخه ونیوله

التون : تورکیه د اوکراین او روسیې ترمنځه روان روانې ستونزې په سوله ایزه توګه د حل په خاطر هر ډول منځګړتوب ته چمتو ده

1875014
التون: تورکیې د اوکراین او روسیې ترمنځه د غلې  د تړون سره د خوراکي‌ توکو د نړۍوال بحران مخه ونیوله

د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس  فخرالدین التون وویل چې  د جولای په ۲۲ د تورکیې په کوربه توب د اوکراین او روسیې ترمنځه لاسلیک شوي‌  د غلو دانو د تړون له امله په نړۍواله کچه  خوراکي توکو بحران مخه ونیول شوه.

التون د اتریش د APA خبري اژانس سره په مرکه کې پوښتنې ځواب کړې.

د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس  التون وویل چې تورکیه چمتو ده چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د ډیپلوماټیک او سوله ایز حل  لارې موندلو لپاره کار وکړي .

التون د غلې دانې دهلیز تړون ته په اشارې سره وویل ، "هغه ميکانيزم چې تر اوسه يې په بې پرې توګه کار کړی، موږ هڅوي چې نور پراخ نوښتونه ترسره کړو."

التون دا هم وویل چې نړیوالو پرمختګونو تورکیه او اروپايي ټولنه یو بل ته لا زیات نږدې کړې دي.

هغه وویل، "موجود وضعیت ته په کتو سره ، دا به د حیرانتیا خبره نه وي چې د اروپايي ټولنې سره د  تورکیې  غړیتوب مذاکرات  یو ځل بیا چټکتیا ومومي."

التون د ناټو په سازمان کې  د فنلنډ او سویډن د غړیتوب د  غوښتنلیکونو په اړه د پوښتنې په خواب کې وویل، د هر څه نه مخکې مونږ به  وګورو چې ایا دا دوه هیوادونه د تورکیې د ملي امنیت مسئلو ته  څومره  صادقانه  دریځ لري.



اړوند خبرونه