د تورکیې په غازي انتب ولسوالۍ کې ټرافیکي پیښې ستره فاجعه رامنځته کړه

په غازي انتب کې ټرافیکې پیښې ډیر زیات کسان ووژل

1870362
د تورکیې په غازي انتب ولسوالۍ کې ټرافیکي پیښې ستره فاجعه رامنځته کړه

د تورکیې د غازي انتب په ولایت کې ټرافیکي پیښې ستره فاجعه رامنځتهکړه. 

د غازي انتب ولایت والي داوود ګل خبري رسنیو ته وویل چې نن د ماسپخین د يوې بجې په شاوخوا کې د غازي انتب د مرکز او نظیفولسوالۍ په لویه لاره کې ټرافیکې پیښه رامنځته شوه چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ او ګنشمیر کسان نور ټپیانشوي دي .

هغه وویل چې پیښه هله رامنځته شوه چې یو کوچنی شخصیي موتر درې ته د لویدو نه وروسته روغتیایي ډلې ، ژغورنې ډلې اوژورناستانو یوه ډله  پیښې ځای ته ورسیدل چې پدې وخت کې یو مسافروړونکی بس د امبولانسونو ، اطفاېې او په ژوندې بڼه د نشراتو دموټر سره وجنګید چې په نتیجه کې ستره فاجعه رامنتځته شوه. 

هغه وویل چې پدې پیښه روغتیایې پرسونل ، ژغورنې ډلې منسوبین او ژورنالستانو په ګډون ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

هغه وویل چې دا یوه ستره فاجعه ده . د پیښې ټپیان روغتونونو ته انتقال شول.



اړوند خبرونه