ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې د ابن خلدون پوهنتون د محلصینو د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ.
ولسمشر اردوغان : د لوړ کیفیت بشري ځواک کولی شي چې د بشر ننۍ ستونزې حل او روښانه راتلوونکی جوړ کړي
تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې د ابن خلدون پوهنتون د محلصینو د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ.
ولسمشر اردوغان وویل چې ،
"زه امیدوار یم د لوړ کیفیت او ظرفیت بشري ځواک د روزولو سره به د بشریت ننۍ ستونزې حل او د روښانه راتلونکي جوړولو تمدن ته به انکشاف ورکړو.
ولسمشر اردوغان د ابن خلدون پوهنتون د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ.
ولسمشر اردوغان دلته په خپله وینا کې د روسیې او اوکراین جګړې ته په اشارې سره چې د فبرورۍ له ۲۴ نیټې راهیسې روانه ده وویل ،
"موږ د یو مهم او کلیدي هیواد په توګه په دې موقف کې یو چې زموږ په شمال کې د جګړې لپاره د خبرو اترو لارې او چینلونه پرانیستي وساتو او په ممکنه برخو کې لکه د تېر غلې دانې تړون کې همکاریو ته زمینه برابره کړو." ولسمشر اردوغان په هیواد کې د تعلیم او تحصیل پر اهمیت ټینګار وکړ.
اړوند خبرونه
تورکیې وویل چې د اسرائیلو لخوا پر لبنان برید کول په ټوله سیمه کې د ګډوډۍ د هڅو لپاره یو نوی پړاو دی.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په لبنان باندې د اسرائیلو د بریدونو او تاوتریخوالی په اړه بیان خپور کړ.