تورکیې دفاعي صنایع د هیواد د په ځان بسیا کولو په برخه کې یو بل مهم ګام اوچت کړ
د تورکیې د دفاعي صنایعو لخوا په ملي او ځايي امکاناتو جوړ شوی د ډرون الوتکو، چورلکو او جنګي الوتکو ضد دفاعي توغندی وسله والو ځواکونو ته وسپارل شو.
د تورکیې د دفاعي صنایعو لخوا په ملي او ځايي امکاناتو جوړ شوی د ډرون الوتکو، چورلکو او جنګي الوتکو ضد دفاعي توغندی وسله والو ځواکونو ته وسپارل شو.
د تورکیې د دفاعي صنایعو رئیس اسماعیل دیمیر وویل چې دوی د( سنګور ) د دفاعي توغندیو د سیستم لومړۍ جوپه چې د بې پیلوټه الوتکو ، جټ الوتکو او هلیکوپترو په وړاندې اغیزمنه وسله ده د تورکیې وسله والو ځواکونو ته وسپارله.
هغه د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د سنګور نمونه يي هوایی دفاع توغندیو سیسټم نه وروسته، داځل د سنګور هغه دفاعي توغندیو سیستم چې د یو تن سرتیري لخوا د اوږې د سر نه توغول کیږي جوړ او د وسله والو ځواکونو خدمت ته وړاندې شو.
د دفاعي صنایعو رئیس اسماعیل دیمیر وویل "موږ د سنګور د وسلو سیسټم لومړۍ بسته چې د ډرون الوتکو، جیټ الوتکو او هلیکوپترو په وړاندې اغیزمنه وسله ده، د تورکیې وسله والو ځواکونو ته وسپارله. مبارک دې وي.
هغه زیاته کړه چې دا توغندی د خپلو سیالانو په پرتله د لا اوږد واټن خاوند دی او د دښمن ځواکونو نه د سترګو نه پناه د لا لرې واټن نه خپل هدف د څار لاندې نیولی شي. همداشان د دښمن د هر ډول فریب پر وړاندې د قوي تدابیرو په ټکنالوژۍ سمبال دی.
همداشان هغه وویل چې د تورکیې د دفاعي صنایعو د شرکت اسلسن لخوا د کوچنیو او ماکرو ډرون الوتکو د لمنځه وړو په خاطر جوړ شوي د شاهین ۴۰۰ ملي متر د فزیکي تخریب سیستم هم وسله والو ځواکونو ته وسپارل شو.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله