ولسمشر اردوغان د ایران نه د راستنیدو پر مهال مهمې څرګندونې وکړې

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن پر تورکیې د F-16 جنګي جټ الوتکو د پلورلو په اړه د یونان شرط نه دی ایښی.

1857396
ولسمشر اردوغان د ایران نه د راستنیدو پر مهال مهمې څرګندونې وکړې

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن پر تورکیې د F-16 جنګي جټ الوتکو د پلورلو په اړه د یونان شرط نه دی ایښی.

ولسمشر اردوغان  تیره ورځ  د  ایران نه  د راستنیدو پر مهال  په الوتکه کې  د اجنډا په اړه  د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

اردوغان د امریکا لخوا پر تورکیې د F-16 الوتکو د پلورلو مسئلې په اړه وویل ،

"کله چې موږ د ښاغلي بایډن سره پدې مسلو خبرې وکړې ، بایډن په موږ باندې د یونان دا ډول شرایط نه دی وضع کړی. خو برعکس مو په دې اوږده ناسته کې وویل چې د ناټو د غړو هېوادونو په توګه باید د یو بل د قانون درناوی  وکړو.»

اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل  چې بایډن وویل  چې د F-16 مسلې په اړه به تر ټولو غوره هڅه وکړي.

"له بده مرغه، د متحده ایالتونو د استازو په مجلس  کې داسې خلک شتون لري چې په لږه اندازه یې مخالفت کوي. کله چې موږ اوسنیو پرمختګونو ته ګورو، زما په اند، دا ډول شرطونه  زموږ پورې کوم تړاو نلري. کافي ده  چې دوی د نوو F16 په اړه زموږ وړاندیز ته ومني. موږ لا دمخه د خپلو موجودو اف ۱۶ الوتکو د  ترمیم او عصري کولو طاقت او توان لرو."

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار سره وویل چې امریکا باید د سوریې په مسله کې د فرات له ختیځ څخه ووځي.

"تر څو چې زموږ د ملي امنیت اندېښنو ته پام ونه شي، دا به زموږ په اجنډا کې وي."

"موږ غواړو چې روسیه او ایران د سوریې د پولې په جنوب کې په ۳۰ کیلومترۍ کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې په جګړه کې زموږ سره همکاري وکړي. دوی باید له موږ سره لازمه مرسته وکړي.»

ولسمشر دې ته په اشارې سره وویل چې د بېلتون غوښتونکي ترهګرې ډلې PKK/YPG غړو په دې وروستیو کې د سوریې په شمال کې د بشارالاسد د رژیم بیرغ پورته کړ،

"دوی ګمان کوي  چې ددې کار سره به  د تورکیې اردو فریب ورکړي خو زمونږ د چا فریب نه خورو."



اړوند خبرونه