د تورکیې او اوکراین د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې وکړې

د تورکیې د  بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر دیمیترو کولیا سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

1853307
د تورکیې او اوکراین د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې وکړې

د تورکیې د  بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر دیمیترو کولیا سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د " د غلې دانې  دهلیز" په اړه د تورکیې ډیپلوماتیک هلې ځلې چې د اوکراین له بندرونو څخه د غلو بار وړونکو کښتیو د ایستلو لپاره پلان شوی و ، په چټکۍ سره دوام لري.

ولسمشر رجب طیب اردوغان او د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو د غلو دهلیز په اړه خپلو لیدونو کتنو  ته دوام ورکوي.

په پای کې اعلان وشو چې د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو له خپل اوکرایني سیال، کولبا سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو  معلوماتو له مخې، په دې ټیلیفوني خبرو کې د اوکراین پر وروستي وضعیت، د غلو دانو پر صادراتو او د زیبیک زولي بېړۍ په اړه د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وشوې.

چاووش اوغلو او کولبا د جون په ۳۰ مه نیټه هم  تیلیفوني خبرې کړې وې.

روسي پوځیانو د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین برید وکړ.



اړوند خبرونه