تورکیې د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې کریسټوفر برګر د څرګندونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د جرمني پر خلاف تند غبرګون وښود
تورکیې د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې کریسټوفر برګر د څرګندونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.
د تورکیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې تانژو بلګیچ د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند د هغه څرګندونو په اړه چې د یونان پر ملاتړ يي تورکیه په نښه کړې، توند غبرګون وښود.
بلګیچ وویل چې د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هغه څرګندونې چې د یونان د غیرقانوني ادعاوو پر بنسټ د تورکیې په وړاندې ترسره کړي د افسوس وړ خبره ده.
تانژو بلګیچ د موضوع په اړه په خپل بیان کې ویلي دي ،
"د یونان لخوا زموږ د هیواد له فضایي حریم څخه سرغړونې ، زموږ د خاورې د پاسه د الوتنو د ترسره کولو او زمونږ د الوتکو پر وړاندې د مزاحمت رامنځته کولو سره سره ، د آلمان د ویاند لخوا زمونږ پر هیواد د بې بڼسټه تورونو پورې کول د منلو وړ ندي.
موږ غواړو د آلمان ویاند ته یادونه وکړو چې د دوه اړخیزو او ناټو ناټو په چوکاټ کې د باور جوړونې اقداماتو غونډو ته د بلنې سره سره ځواب نه ورکوونکی ترکیه نه بلکې یونان دی. همداشان یونان د ایژې په سمندر کې وروستي تاوتریخوالی په بهانه تل په غونډو کې د ګډون نه ډډه کوي.
موږ آلمان ته چې د تاو تریخوالي د کمولو ادعا کوي، بلنه ورکوو چې د دواړو متحدینو ترمنځ په شخړو کې طرف نه واقع کیدو نه ډډه وکړي، د نورو هیوادونو د بې قانونۍ او بې عدالتۍ وسیله نه ګرځي، او د هغه مسئلو په اړه چې هیڅډول صلاحیت او مسئولیت پکې نلري د بې ځایه تبصرو نه دډه وکړي.