ولسمشر اردوغان په استانبول کې د دارلعاجزې ښارګوټی بڼسټ ډبره کیښوده

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیه په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې تر ټولو ښه فعال او هر اړخیز ټولنیز ملاتړی سیستم لري.

1829966
ولسمشر اردوغان په استانبول کې د دارلعاجزې ښارګوټی بڼسټ ډبره کیښوده

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیه په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې تر ټولو ښه فعال او هر اړخیز ټولنیز ملاتړی سیستم لري.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د استانبول د ارناوت کوي ولسوالۍ د  یاسرین په سیمه کې  د دارلعاجزې  د ټولنیز خدمتونو د ښارګوټي د بنسټ ډبرې ایښودو په مراسمو کې ګډون وکړې.

اردوغان دلته په خپله وینا کې وویل، دا موسسه به پرته  چې د چا  عقیده، اصل، نژاد، جنسیت، عمر په نظر کې ونیول شوي او د هر ډول  تبعیض پرته ټول مظلومانو ته غیږ پرانیزي. ټولو ته به په شان خدمت وکړي.،  ترکیې تمدن او ملت د بشري لیدلوري یوه غوره بېلګه ده.

هغه وویل  چې دغه پروژه چې په افقي معمارۍ سره به جوړه شي نږدې ١٠٠٠ تنو په بستر محکومو کسانو  او تر ساتنې لاندې ماشومانو ته به خدمت وکړي.

" دا پروژه بهد د  خپلو ټولو واحدونو سره، د رهیبیلیتیشن له واحد څخه د عبادت ځایونو پورې، د جومات نه تر  کلیسا او کنیسه په ګډون، د دارالعاجزه د بڼسټ  د تاسیس هدف او تاریخ د شان سره سم یوه ډیره مهم پروژه وي.

ولسمشر اردوغان وویل چې ددې مرکز لومړیتوب  د معلولینو، بوډاګانو او یتیمانو چې د معلولیت لرونکو ډلو په نوم یادېږي، په ټولنیزو جوړښتونو کې د ژوند کولو ډاډ ورکول دي. دا پروژه به په نړۍ کې نمونه د مثال وي.

اردوغان په دې خبرې په ټینګار سره چې ترکیه په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې تر ټولو ښه فعالیت کوي او تر ټولو پراخ ټولنیز ملاتړي سیستم لري، دولت د ملت ټولو برخو ته په ځانګړې توګه هغو خلکو ته چې ملاتړ ته اړتیا لري خپلې اسانتیاوې وړاندې کوي.



اړوند خبرونه