د ترکیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو په جرمني‌ کې سره لیدنه وکړه

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني‌ بلینکن سره لیدنه وکړه.

1827178
د ترکیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو په جرمني‌ کې سره لیدنه وکړه

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني‌ بلینکن سره لیدنه وکړه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن وویل چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو سره لیدنه وکړه.  په دې لیدنه کې په ​​ناټو کې د سويډن او فنلند دغړيتوب په د مسئلې په اړه  خبرې کړي دي.  هغه  وويل ډاډمن دى چې ددواړو هيوادونو دغړيتوب په اړه  به يوه موافقه لاسليک شي .

بلینکن د جرمني په پلازمېنه برلین کې جوړه شوې  د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو له غیر رسمي غونډې  نه وروسته یوه خبري غونډه  کې ګډون وکړ.

هغه دلته  وویل چې له چاووش اوغلو سره د خپلې لیدنې  یا د ناټو د غونډې په اړه به جزئیات ورنکړي. که چیرې په ناټو سازمان کې د فنلنډ او سویډن د احتمالي غړیتوب مسئلې ته راشو د یو بهیر دی.  او ناټو د خبرو ځای دی.د بحثونو ځای دی. د توپیرونو په اړه د خبرو کولو ځای دی چې موږ یې لرو. ما د ناټو په سازمان کې د فنلنډ د احتمالي غړیتوب نه د ډیر قوي‌ ملاتړ شاهدي‌ وکړه. هغه وویل "زه پوره  ډاډه یم که چیرې دوې د ناټو سازمان غړیتوب انتخاب کړي‌ پدې اړه به یوې ښې نتیجې ته ورسیږو. "

 

د بله پلوه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو له غیر رسمي غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې  پوښتنې ځواب کړې. هغه د سویډن د بهرنیو چارو له وزیر ان لیند او د فنلنډ د بهرنیو چارو له وزیر پیکا هاویستو سره د ترسره کړي  درې اړخیزه غونډې په اړه معلومات ورکړل.

هغه وویل چې پدې لیدنه کې هم پدې لیدنه کې او هم  د ناټو په غونډه کې د سویډن او فنلنډ له خوا د پي کاکا او وای پي جي‌ ترهګرو سازمانونو نه د ملاتړ کولو نه یادونه وکړه.

د ویلو ده چې ترکیې د ناټو په سازمان کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب سره خپل مخالفت وښود. د تیرې جمعې پر ورځ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم وویل چې  د ناټو په سازمان کې د فنلنډ او سویډن د احتمالي‌ غړیتوب مسئلې ته په مثبته نظر نه ګوري ځکه چې دا هیوادونه د پي کاکا ترهګري‌‌ سازمان او د هغوې د څانګو په میلمستون بدل شوي. حتا دا ترهګر ددې هیوادونو په پارلمانونو کې هم ځای لري.

ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکیې تیرو حکومتونو د ناټو په سازمان کې د یونان غړیتوب ته د اجازې ورکولو سره یوه تیروتنه کړې او نه غواړي‌ چې دا تیروتنه تکرار شي.



اړوند خبرونه