ولسمشر اردوغان د مې د نهمې د اروپا د ورځې په مناسبت یو پیغام خپور کړ.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په هر ډګر کې د ترکیې او اروپايي ټولنې د اړیکو پراختیا د دواړو خواوو په ګټه ده.

1824048
ولسمشر اردوغان  د مې د نهمې  د اروپا د ورځې په مناسبت  یو پیغام خپور کړ.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په هر ډګر کې د ترکیې او اروپايي ټولنې د اړیکو پراختیا د دواړو خواوو په ګټه ده.

 

ولسمشر اردوغان  د مې د نهمې  د اروپا د ورځې په مناسبت  یو پیغام خپور کړ.

 

اردوغان په خپل پیغام کې ټینګار وکړ چې د می ۹ (۱۹۵۰) د شومان د اعلامیې د اعلان نیټه چې د اروپا د یووالي بنسټ یې کېښود او اروپايي ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب لپاره د نوماندۍ تسجیل کوي ، له ۱۹۹۹ کال راهیسې په ترکیه کې د اروپا د ورځې په توګه لمانځل کیږي.

 

د شومن د اعلامیې په اصل کې دې نظریې دا یقیني کړه چې له یوې جګړې وروسته چې ټوله نړۍ یې ویجاړه کړه (دوهمه نړیواله جګړه) په اروپا کې هیوادونه خپل اختلافات او دښمنۍ یوې خواته کړل او د سولې، امنیت، پرمختګ او سوکالۍ لپاره سره راټول شول.

 

"له بلې خوا اروپايي ټولنې، د سولې پروژې څخه د ګډو پالیسیو سره چې له تیر څخه تر اوسني وخت پورې یې وده کړې ده، خپه اړولې ده."

 

ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې ،

 

"  د اروپايي ټولنې  لپاره  چې پدې وروستیو کلونو کې د خپلو بنسټیزو ارزښتونو څخه لیرې شوی او د ځینو غړو هیوادونو د لنډ مهاله پالیسیو تر اغیز لاندې راغلې ده،  ددې وخت رارسیدلی دی  چې د اوکراین د جګړې سره د ځان لپاره نوې کیسه ولیکي دا تراژیدي د اروپايي اتحادیې لپاره یو خبرداری دی.

 

اردوغان وویل چې ترکیه د اروپايي ټولنې  لپاره  یواځې د یو نوماند هیواد او د ناټو د متحد په توګه نه  بلکې د یوې ژورې ریښې لرونکې او قوي اروپايي ټولنې  د شریک په توګه هم د اوسنیو ننګونو په وړاندې د مقابلې په برخه کې لازمه مرسته کوي.

 

"په اوکراین کې د جګړې منفي اغیزې چې نړیوالو اړخونو ته رسیدلې، یو ځل بیا دا ثابته کړه چې ترکیه په ډیرو برخو کې، په ځانګړې توګه د امنیت، کډوالۍ، اکمالاتو لړۍ او انرژۍ کې د اروپایي ټولنې لپاره څومره ستراتیژیک اهمیت لري. د نړۍ په زیاتیدونکې پیچلې مرحله کې، دا د دواړو خواوو په ګټه ده چې زموږ ترمنځه  د اختلافاتو پر ځای په ګډو ارزښتونو باندې  تمرکز وکړي، د ګټو د ټکر پر ځای د اصلي ارزښتونو دفاع وکړي، او په ټولو برخو کې د ترکیې او اروپایي اتحادیې اړیکې ښه کړي. "



اړوند خبرونه