ولسمشر اردوغان د فرانسې د ولسمشر سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

1822711
ولسمشر اردوغان د فرانسې د ولسمشر سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

 د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ټیلیفوني خبرو کې د ترکیې او فرانسې د اړیکو د ښه والي او د سیمه ییزو مسایلو په ځانګړي ډول د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه خبرې وشوې.

ددې ترڅنګ  ولسمشر اردوغان  امانویل مکرون ته  د فرانسې د ولسمشر په توګه د بیا انتخابیدو له امله  مبارکي وویله او هیله يي څرګنده کړه  چې د ټاکنو پایلې به د فرانسې په ګټه وي. ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکیې او فرانسې اړیکې د اروپا د ګډې وچې د نړیوال رول په برخه کې هم ډیر اهمیت لري. ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار سره  وویل چې د ترکیې په توګه د ډیپلوماسۍ له لارې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره هر اړخیزې هڅې کړې دي  او دا مهمه ده چې د خبرو اترو ملاتړ وشي.



اړوند خبرونه