ترکیې د سواحلو د امنیت ځواکونو په لسګونو تنه ناقانونه کډوال له مرګه وژغورل

د ترکیې د سواحلو د امنیت ګارد ځواکونو په لسګونو تنه ناقانونه کډوال چې د یوناني ځواکونو لخوا ترکیې لوري ته راشړل شوي وو او په سمندر کې د مرګ د ګواښ سره مخامخ ول وژغورل.

1808177

د ترکیې د سواحلو د امنیت ګارد ځواکونو قومندانۍ د ترکیې ملي راډیو تلویزیون ته ویلي دي چې د بالکیسیر ولایت د ایوالیک ولسوالۍ په سواحلو کې د ناقانونه کډوالو یوه کښتۍ چې  ډوبیدو د ګواښ سره مخامخ وه وژغورله.

په نوموړې کښتۍ چې ۳۰ تنو ناقانونه کډوالو شتون درلود چې ټول روغ رمټ ژغورل شوي دي.

دا کډوال د یوناني ځواکونو لخوا د ترکیې لورې ته راشړل شوي وو چې کښتۍ په سمندر کې  ډوبیدو د ګواښ سره مخامخ وه. کډوالو د مرستې غوښتنه وکړه چې سمدلاسه د شمالي ایژې د ګروپ قومندانۍ د ژغورنې ډلې سیمې ته ورسیدې او کډوال يي له مرګه وژغورل.

ژغورل شوو کډوالو د روغتیايي کنټرول او معاینې نه وروسته  ورته درمل او خواړه ورکړل شول. همداشان وروسته د بالکیسیر ولایت د کډوالو چارو ریاست ته وسپارل شول.

اړوند خبرونه