چاووش اوغلو : داسې احتمال شتون لري‌ چې د روسیې او اوکراین د جګپوړو ترمنځه مذاکرات وشي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل چې روسیه او اوکراین کیدای شي‌ چې لا  د لوړپوړو په کچه مذاکرات پيل کړي.

1804984
چاووش اوغلو : داسې احتمال شتون لري‌ چې د روسیې او اوکراین د جګپوړو ترمنځه مذاکرات وشي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل چې روسیه او اوکراین کیدای شي‌ چې لا  د لوړپوړو په کچه مذاکرات پيل کړي.

چاووش اوغلو د خصوصي‌ تلویزیوني‌ کانال سره په مرکه کې د مهمې مسئلې په اړه پوښتنې ځواب کړې.

هغه وویل چې ترکیه د روسیې او اوکراین ترمنځه د تل پاتي اوربند رامنځته کولو په خاطر د خپل وس او توانه پورې هڅه کوي.

چاووش اوغلو وویل چې د روسیې او اوکراین ترمنځه په استانبول کې د روانو مذاکراتو په دوام کې کیدای شي‌ چې د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه مذاکرات ترسره شي.

دا مذاکرات کیدای شي‌ چې د یوې یا دوه اونیو په دننه کې ترسره شي. که چیرې سره په تفاهم ورسیږي‌ بیا به د ولسمشرانو په کچه لیدنه وشي.

همداشان چاووش اوغلو د هغه ادعاءګانو په ځواب کې چې ګواکې ترکیه د اوکراین د ضمانت کوونکي‌ هیواد په توګه د ټاکل کیدو سره به ترکیه اوکراین ته پوځیان ولیږي ، دا ډول ادعاګانې هیڅ حقیقت نلري. په کامله توګه بې بڼسته دي

همداشان هغه وویل چې د روسیې لخوا د فبروري‌ په ۲۴ مه نیټه پر اوکراین د یرغل نه وروسته روسیې ترکیې ته د ګازو صادرات د ۵۰ سلنې نه ۴۰ سلنې ته راټیټ کړل. چاووش اوغلو وویل چې دا یوه نړۍواله مسئله ده. ټوله نړۍ د ګازو د تدارکاتو په لټه کې ده . ترکیه د روسیې نه د ګازو د تدارکاتو په برخه کې هیڅډول ستونزې سره مخامخ ندی.

چاووش اوغلو د ترکیې لخوا پر روسیې د بندیزونو د نه لګولو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل ، یو څوک کې منځګړتوب کوي‌ هغه څه ډول کولی شي‌ چې پدې بندیزونو کې ګډون وکړي. ځیني‌ هیوادونه پدې اړه زمونږ نه خفه هم دي.

چاووش اوغلو د ترکیې او اسرائیل په اړه د اړیکو د نورمالولو په اړه د روان بهیر په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د مې د میاشتې په نیمايي کې داځل د اسرائیل لومړی وزیر نفتالي‌ بنیت ترکیې ته راځي.

هغه وویل چې د مدیترانې ګاز د ترکیې د نللیکو سره وصلول او اروپا ته صادراتو ډیر مهم دي. خو په لنډه موده کې دا پلان عملي‌ کول ګرانه خبره ده.

هغه د اروپايي ټولنې سره د اړیکو په اړه وویل  چې ترکیه په سیمه او نړۍ کې د سولې لپاره یو ډیر مهم او کلیدي‌ هیواد دی. ترکیه د اروپايي ټولنې د امنیت سره تر ټولو زیات مرسته کوي. له بده مرغه کله چې د اروپا اړتیا وي‌ ترکیې ته ډیر ځان رانږدې کوي‌ خو وروسته بیرته واټن نیسي او ځان لرې کوي. دا ځانته اروپا نه بلکې نور هیوادونه  يي هم کوي.

هغه د سعودي‌ عربستان سره د اړیکو په اړه وویل چې ډیر مهم پرمختګونه شوي‌ او پدې برخه کې مهم ګامونه اوچت شوي‌ دي.



اړوند خبرونه