ولسمشر اردوغان د فرانسې د ولسمشر ماکرون سره ولیدل

د ترکیې او فرانسې ولسمشرانو په بروکسل کې سره ولیدل

1801209
ولسمشر اردوغان د فرانسې د ولسمشر ماکرون سره ولیدل

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د ناټو سازمان د مشرانو په فوق العاده سرمشریزه کې د ګډون په موخه بروکسل ته سفر کړی د غونډې په چوکاټ کې  د ځینو هیوادونو د مشرانو سره په دوه په دوه لیدونو پيل کړی دی.

ولسمشر اردوغان پدې چوکاټ کې د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون سره لیدنه وکړه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې ولسمشر اردوغان د خپل فرانسوي سیال سره پدې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو سربیره د روسیې او اوکراین او سیمې د مهمو مسئلو په اړه خبرې وکړې.

همداشان تمه کیږي‌ چې ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر نورو هیوادونو د مشرانو هم وګوري.



اړوند خبرونه