ولسمشر اردوغان د ناټو په فوق العاده سرمشریزه کې د ګډون په موخه بروکسل ته سفر کوي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ناټو سازمان د مشرانو په فوق العاده عالي‌ سرمشریزه کې د ګډون په موخه نن د بلجیم پلازمینې بروکسل ته سفر کوي.

1800361

د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي‌ چې ولسمشر اردوغان د ناټو سازمان په فوق العاده سرمشریزه کې د ګډون په خاطر نن بروکسل ته سفر کوي. پدې غونډه کې د روسیې او اوکراین د جګړې سربیره د ناټو سازمان د دفاعي‌‌ او دفاعي‌ ساختار د پياوړي‌ کولو په اړه په تدابیر بحث او بیا کتنه وشي.

همداشان پدې غونډه کې به د جون په میاشت کې جویدونکي‌ د مادرید سرمشریزې ، د ناټو سازمان د راتلوونکې په اړه په اوچتیدونکو ګامونو هم خبرې وشي.

ولسمشر اردوغان به ددې سرمشریزې په چوکاټ کې د ځینو غړیو هیوادونو د مشرانو سره دوه په دوه لیدنې هم وکړي.

اړوند خبرونه