د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

د ترکیې او روسیې ولسمشرانو ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

1797720
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې ولسمشر اردوغان تیره شپه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

ترکیه د اوکراین او روسیې ترمنځه د روانې ستونزې د حل په خاطر د منځګړتوب هڅو ته دوام ورکوي.

د ویلو ده چې دوه ورځې مخکې د ترکیې د بهرنیو چارو مولود چاووش اوغلو لخوا مسکو او وروسته بیا کیف ته سفر وکړ.

د چاووش اوغلو د سفر نه سمدلاسه وروسته ولسمشر اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

د ولسمشر اردوغان ویاند او سلاکار ابراهیم قالن ددې ټیلیفوني‌ خبرو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل.

هغه وویل چې د روسیې غوښتنې په دوو برخو ویشل شوي‌ دي. ددې غوښتونو لومړنۍ ۴ اوکراین په ډیره اسانۍ سره منلی شي. ددې غوښتونو تر ټولو سترې د اوکراین لخوا بې طرفي‌ غوره کول او د ناټو په سازمان کې د غړیتوب نه ډډه کول دي.

همداشان د روسیې نورې غوښتنې د اوکراین بې وسلو کول او روسیې ته ددې خبرې په اثبات رسول چې اوکراین روسیې ته هیڅډول ګواښ ندی مخامخ کړی. همداشان په اوکراین کې د روسي‌ ژبې نه ساتنه او سیمه د نازیانو نه تصفیه کول دي.

همداشان دویمه برخه غوښتنې بیا د دونباس او کریمیا د سیمې په اړه دي.

 



اړوند خبرونه