د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو روسیې او اوکراین ته سفر کوي.

ترکیه د روسیې او اوکراین ترمنځه د روانې جګړې د ختمولو په خاطر هلو ځلو ته دوام ورکوي

1796074
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو روسیې او اوکراین ته سفر کوي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو روسیې او اوکراین ته سفر کوي.

ترکیه د روسیې او اوکراین ترمنځه د اوربند د رامنځته کولو په خاطر هلو ځلو ته دوام ورکوي.

مولود چاووش اوغلو به لومړی روسیې ته وروسته اوکراین ته سفر وکړي.

دا خبره د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وکړه.

ولسمشر اردوغان نن  د کابینې د غونډې نه وروسته  وویل  چې ترکیه د روسیې او اوکراین ترمنځه  د هر څه ژر اوربند په خاطر هلو ځلو ته دوام ورکوي.

په همدې چوکاټ کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر سبا چارشنبه د مارچ ۱۶ مه نیټه مسکو  او په ۱۷ مه نيټه بیا اوکراین ته سفر کوي.

لومړی به د روسي‌ مقاماتو سره او وروسته به د اوکراین د مقاماتو سره لیدنه وکړي.

د ویلو ده چې ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو پرون دوشنبه د روسیې او اوکراین د بهرنیو چارو وزیرانو سره ټیلیفوني‌ خبرې کړې وې.

ولسمشر اردوغان وویل چې په نړۍ کې د ترکیې د قوت جاذبه د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په ډیریدو ده او د انتالیا د ډیپلوماسۍ فورم ددې خبرې ژوندی مثال دی.

د انتالیا د ډیپلوماسۍ په فورم کې د نړۍ د ۱۷ هیوادونو ولسمشرانو او لومړي‌ وزیرانو په ګډون د ۷۵ هیوادونو وزیرانو ګډون کړی وو.

د انتالیا د ډیپلوماسۍ فورم تر ټولو ښه لاسته راوړنه د روسیې او اوکراین د بهرنیو چارو وزیرانو مخامخ لیدنه وه.



اړوند خبرونه