ولسمشر اردوغان په استانبول کې د یونان د لومړي وزیر سره ولیدل
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یونان د لومړي وزیر کیراکوس میچوتاکیس سره چې د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغلی دی لیدنه وکړه.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یونان د لومړي وزیر کیراکوس میچوتاکیس سره چې د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغلی دی لیدنه وکړه.
ولسمشر اردوغان نن غرمه د غرمې د ډوډۍ پر مهال د یونان لومړي وزیر میچوتاکیس سره لیدنه وکړه.
دا لیدنه د مطبوعاتو نه د بندو دروازو تر شا ترسره شوه.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ولسمشر اردوغان د یونان د لومړي وزیر میچوتاکیس سره د استانبول د واحدالدین په ماڼۍ کې لیدنه وکړه. په لیدنه کې متقابلو اړیکو سربیره د وروستیو جیوپولتیک مسئلو او روسیې او اوکراین د جګړې پر منفي اغیزو، سیمې او نړۍ په وروستیو پرمختګونو او مسئلو خبرې او تبادل د نظر وکړل.
د ویلو ده چې د یونان لومړي وزیر میچوتاکیس د ولسمشر اردوغان سره د لیدنې نه مخکې په استانبول کې د فنر روم ایا یورګي په کلیسا کې جوړولو د اورتادوکس مسیحیانو د اختر په دیني مراسمو کې ګډون کړی وو.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله