د اسرائیل ولسمشر اسحاق هرتزوق د رسمي‌ سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغی.

د اسرائیل نه ترکیې ته ۱۴ کاله وروسته د ولسمشر په کچه سفر

1792765
د اسرائیل ولسمشر اسحاق هرتزوق د رسمي‌ سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغی.

د اسرائیل ولسمشر اسحاق هرتزوق د رسمي‌ سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغی.

د ویلو ده چې د ترکیې او اسرائیل ترمنځه د اړیکو د نورمالولو په اړه د روانو هلو ځلو په چوکاټ کې  د اسرائیل ولسمشر د  رسمي سفر  په ترڅ کې  ترکیې ته راغی.

 ولسمشر اردوغان  د اسرائیل د ولسمشر هرتزوق نه  د ځانګړو مراسمو په تر‌څ کې هر کلی وکړ.

ولسمشر اردوغان د اسرائیل د ولسمشر نه په پلازمینه انقره کې  د ولسمشرۍ د ماڼۍ  د رسمي‌ مراسمو سره هر کلی وکړ.

وروسته  دواړو مشرانو دوه په دوه لیدنه وکړه .

 

همداشان د لیدنې نه وروسته  ولسمشر اردوغان د میلمه ولسمشر سره په ګډه خبري‌ غونډه کې ګډون وکړ.

 

ولسمشر اردوغان خبري‌ غونډې ته وویل چې"  د اسرائیل د ولسمشر ښاغلي‌ هرتزوق د کوربه توب له امله خوښ یم. پوره باور لرم  چې دا تاریخي‌ سفر به د ترکیې او اسرائیل ترمنځه په اړیکو کې نوی باب پرانیزي.

زمونږ هدف د متقابلو ګټو  او  متقابلو حساسیتونو ته درناوي  پر بڼسټ ولاړ د سیاسي ډیالوګ له سره ژوندی کول دي. په سیمه کې د سولې او هوساینې په فضا کې په ګډه د ژوند کولو  کولتور له سره راژوندی کول دي . البته چې دا کار زمونږ په لاس کې دی. د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه ایز ډیالوګ د ودې سره کولی شو چې په  اختلافي‌ مسایلو باندې لا په ښه او ارامه توګه بحث  او خبرې وکړو."

 

ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې د ترکیې او اسرائیل ترمنځه تجاري‌ اړیکې ځانګړی اهمیت لري. د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ سره سره زمونږ ترمنځه تجاري‌ حجم ۳۶ سلنه لوړ شوی دی او ۸ میلیارده او ۵۰۰ میلیونو ډالرو ته رسیدلی دی. پوره باور لرم چې په ۲۰۲۲ کال کې به دا رقم لس میلیاردو ډالرو ته ورسیږي. د انرژۍ او انرژۍ د امنیت په برخه کې مو همکارۍ ته پوره چمتوالی وښود. ترکیه د سیمه ایزو پروژو د سرته رسولو کافي‌‌ تجربې خاوند هیواد دی.

 

ولسمشر اردوغان وویل چې د اسرائیل د ولسمشر هرتزوق سره مو په لیدنه کې د فلسطین  په اړه خپل حساسیت په ډاګه کړ. همداشان د سیمه ایز تاوتریخوالي‌ د کمولو او دوو خپلواکو دولتونو د حل لارې  د مفکورې نه د محافظې  اهمیت مو په ډاګه کړ. همداشان د فلسطین د ټولنیز او اقتصادي‌ وضعیت د ښه کولو د اهمیت نه مو هم یادونه وکړه . همداشان د بیت المقدس تاریخي‌ موقف او دیني‌ هویت او زمونږ لپاره د تقدس او سپیڅلتیا  د اهمیت نه یادونه وړکړه. همداشان په فلسطین کې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ریاست تیکا او سرې میاشتې د فعالیتونو د دوام په برخه کې د اسرائیل مقاماتو نه د همکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه.

 

پدې لیدنه کې مو د ختیځې مدیترانې او اوکراین په ګډون د سیمې پر مهمو مسئلو خبرې او تبادل د نظر وکړ. د انرژۍ په برخه کې د همکارۍ په فرصتونو مو خبرې وکړې. همداشان ددې سفر نه وروسته به د ترکېې بهرنیو چارو وزیر اسرائیل او فلسطین ته سفر وکړي‌ چې دا سفر هم ځانګړی اهمیت لري.

 

د اسرائیل ولسمشر بیا خپلې څرګندونې په ترکي‌ ژبه پیل کړې او وویل چې زه او زما میرمن ترکیې ته د سفر له امله ډیر خوښ  یو. هغه وویل چې زمونږ د هیوادونو او ملتونو ترمنځه اړیکې تاریخي‌ او ژورې ریښې لري. اسرائیل او ترکیه په یو زیات شمیر برخو کې د ډیر قوي‌ همکاریو پوتانشیل خاوند هیوادونه دي.

 

زمونږ د سفر نه وروسته به د ترکیې بهرنیو چارو وزیر ښاغلی چاووش اوغلو اسرائیل  ته سفر وکړي‌‌ او خپل سیال سره به لیدنه وکړي. پدې ډول به زمونږ ډیالوګ دوام پيدا کړي.

پدې وروستیو اونیو کې مونږ یو ځل بیا ددې شاهدي‌ وکړه چې جګړه څومره بد شی دی او د ټولنو ترمنځه څومره واټن رامنځته کوي.



اړوند خبرونه