ترکیې بهرنیو چارو وزیر : ترکیې په روسیې کوم بندیز ندی لګولی او د بندیز لګولو پلان هم نلري

ترکیې پر روسیې تر اوسه پورې هیڅډول کوم بندیز ندی لګولی  او پدې هیواد لګیدلي ټول بندیزونه يي د غور لاندې نیولي دي.

1788235
ترکیې بهرنیو چارو وزیر : ترکیې په روسیې کوم بندیز ندی لګولی او د بندیز لګولو پلان هم نلري

ترکیې پر روسیې تر اوسه پورې هیڅډول کوم بندیز ندی لګولی  او پدې هیواد لګیدلي ټول بندیزونه يي د غور لاندې نیولي دي.

دا خبره د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وکړه. هغه د یو خصوصي تلویزیوني کانال سره په مرکه کې  د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل له امله د لګیدولو بندیزونو او ایا پدې بندیزونو کې ترکیه هم ګډون کوي ؟ په اړه پوښتنې ځواب کړې.

هغه وویل " مونږ په عمومي توګه د اصولو له مخې دې دول بندیزونو کې کله برخه نده اخیستې. د همدې امله په روسیې په لګیدولو بندیزونو کې د ګډون لپاره هم لیواله نه یو."

هغه وویل چې پر روسیې په لګیدولو بندیزونو کې د ګډون په خاطر ترکیې ته نه کوم وړاندیز شوی او نه هم کوم فشار شتون لري.

مخکې ددینه چې پدې اړه کوم ګام اوچت کړو او يي د اغیزو په اړه په هر اړخیزه توګه ارزونې کوو. چې ایا زمونږ پر اقتصاد به څه ډول اغیزې وکړي، د انرژۍ د عرض په مسئلې به څه ډول اغیزې وکړي او داسې نور. مونږ په عمومي توګه د اصولو له مخې پدې دول بندیزونو کې کله برخه نده اخیستې. د همدې امله په روسیې په لګیدولو بندیزونو کې د ګډون لپاره لیواله هم  نه یو."

د بله پلوه د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن هم پدې اړه مهمې څرګندونې وکړې.

هغه وویل چې ترکیه په روسیې د بندیزونو لګولو پلان نلري.

ددې خبرې لامل دادی چې د روسیې سره خبرو کولو په خاطر یو اکټور لازم دی. که چیرې هر هیواد د روسیې سره اړیکې پرې کړي پس دې هیواد سره به څوک خبرې وکړي؟ ترکیه ددې هیواد سره د خبرو اترو او مذاکراتو د کانال د پرانیسته پاتې کیدو په خاطر په روسیې د بندیز لګولو پلان نلري.

قالن د یو خصوصي تلویزیون سره په مرکه کې د مهمو مسئلو په اړه پوښتنې ځواب کړې. هغه وویل زمونږ هیله لرو چې د روسیې او اوکراین ترمنځه د سولې د مذاکراتو نه یوه لاسته راوړنه وشي. لږ تر لږه په اوربند سره سلا شي.

هغه د اوربند په اړه د روسیې د شرطونو نه د ناممکنه شرطونو په توګه یادونه وکړه.

د بیلګې په توګه د اوکراین خاوره کریمیا چې د روسیې لخوا د نیول کیدو نه وروسته د خپلې خاورې سره یو ځای کړې ده  د اوکراین لخوا په رسمیت پیژندل او یا د اوکراین خلع سلاح کول. دا هغه غوښتنې او شرطونه دي چې زمونږ لپاره د منلو وړ ندي اوکراین خو په خپل ځای پریږده.

پدې مذاکراتو کې زمونږ د ټولو د تمرکز نقطه  اوربند دی. د یو انساني دهلیز رامنځته کول دي.

هغه وویل چې ترکیې د اوکراین نه د ملاتړ او د روسیې او لویدیځ ترمنځه د ارتباطاتو د دوام په خاطر په روسیې نه بندیزونه لګولي  او نه يي ورسره اړیکې شلولي.

هغه وویل چې مونږ مجبور یو چې د خپل هیواد د لومړیتوبونو له مخې ګام اوچت کړو. د همدې امله ترکیې پر روسیې کوم بندیز ندی لګولی.



اړوند خبرونه