ولسمشر اردوغان د اوکراین د ولسمشر زیلانسکي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلی دي چې ولسمشر اردوغان د اوکراین د ولسمشر زیلانسکي سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.
دواړو مشرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې د روسیې لخوا د دونتسک او لوهانسک جمهوریتونه د په رسمیت پیژندو په مسئلې خبرې وکړې.
ولسمشر اردوغان افریقا ته د خپل سفر په دویمه ورځ د سینیګال نه د دونباس وروستي پرمختګونه او د روسیې د امنیت شورا د فوق العاده غونډې او ددې غونډې پریکړې د نږدې نه تعقیب کړې.
ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیې خپل دریځ د بهرنیو چارو وزارت لخوا د بیان په خپرولو سره ښکاره او بیان کړ. د روسیې د ولسمشر پوتین لخوا تش په نامه د دونتسک او لوهانسک جمهوریتونو د په رسمیت پیژندل د منلو وړ خبره نده.
هغه وویل چې ترکیه د هغه پریکړې سره سخت مخالفت کوي چې د اوکراین مځکنې بشپړتیا پر خلاف وي. ددې ستونزې د حل لپاره باید د ډیپلوماسي د ټولو امکاناتو نه استفاده وشي.
اړوند خبرونه
تورکیې وویل چې د اسرائیلو لخوا پر لبنان برید کول په ټوله سیمه کې د ګډوډۍ د هڅو لپاره یو نوی پړاو دی.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په لبنان باندې د اسرائیلو د بریدونو او تاوتریخوالی په اړه بیان خپور کړ.